ښارونه که ډنډونه؟

راځئ راته وواياست چې ولې افغان ښارونه – نه ښارونه کېږي؟ له پړو به تېر شو، د وتلو لار څه ده؟
د عکس تشریح، راځئ راته وواياست چې ولې افغان ښارونه – نه ښارونه کېږي؟ له پړو به تېر شو، د وتلو لار څه ده؟

په افغانستان کې ښارونه لويېږي او لا پراخېږي، او ورسره سم د بنسټيزو تاسيساتو د کمزورتيا يا نشتوالي اغېز ورځ تر بلې برسېره کېږي.

همدا اوس چې پسرلى دى او اورښتونه ډېر دي، يو ښار هم ددغو اضافي اوبو د جذب او پروسس وړتيا نه لري.

له دې پلوه، آن کابل د نړۍ يوې پلازمېنې ته ورته نه دى.

دا ښار همدا اوس يوه لوى ډنډ ته ورته دى چې د خلکو روغتيا او خونديتوب ته يې خورا لوى خطرونه پېښ کړي دي.

راځئ راته وواياست چې ولې افغان ښارونه – نه ښارونه کېږي؟ له پړو به تېر شو، د وتلو لار څه ده؟

د سه شنبې پر ماښام ستاسې نظر ته په خپرونه کې سترگې پر لاره يو.

زنگ راووهئ پر: 00442074360919

او يا مو ليکلې نظر راته په <link type="page"><caption> فيسبوک </caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link>کې پرېږدئ.