سعودي کې لنډ لمنې ښځه ازاده شوه

د عکس سرچینه، Twitter
په سعودي عربستان کې چارواکي وایي، هغه ځوانه ښځه یې خوشې کړه، چې له لنډې لمنې سره د تګ ویډیو یې د خبرونو سرټکی شوه.
دوی وايي، دا ښځه یې بې له دې چې له کوم تور سره مخ شي، خوشې کړه.
د سعودي عربستان د رسنیو وزارت خبرپاڼه وايي، د دې ښځې د هغې ویډیو اړوند دوسیه یې وتړله، چې خواله رسنیو کې ډېره مشهوره شوې وه.
د سعودي عربستان پولیسو د سې شنبې په ورځ له دې ښځې پوښتنې وکړې.
له دې مخکې د دغه هېواد دولتي تلوېزون ویلي و، د دې ښځې دوسیه چې اشفیر کلي کې یې "نامناسبې جامې اغوستې وې" لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.
سعودي ورځپاڼو د سې شنبې په ورځ د پولیسو د یوه ویاند له خولې ویلي و، دې مېرمنې په پوښتنو ځوابولو کې ویلي، چې دا ویډیو یې پخپله نه ده خپره کړې.
خو ځايي رسنیو رپوټ کړې چې د خلود په نوم دې ښځې "منلې" چې له یوه محرم سړي سره د جنجالي ویډیو د ثبتولو ځای اثریه تاریخي کلي ته تللې وه.
سعودي عربستان کې لنډ لمنې جامې منع دي او د دې ښځې د لنډې لمنې د ویډیو خپرېدلو په خواله رسنیو کې ډېرې ناندرۍ جوړې کړې.
ان ځینې کسانو ویل چې نوموړې قانون تر پښو لاندې کړی ځکه باید سزا ور کړل شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو نورو هغو له دې ښځې دفاع کړې او د هغې "زړورتیا" یې ستایلې ده.
سعودي عربستان کې په دودیز ډول ښځې په پراخ او لوی حجاب کې عمومي ځایونو ته ځي او ان ځینې مخ هم پټوي.
پر موټروانۍ بندیز، له نامحرمو بېلوالی او د سفر یا کار لپاره له محرم( پلار، خاوند یا ورور) لیکلې اجازه اخیستل هغه بندیزونه دي چې سعودۍ ښځې ور سره مخ دي.
د "مدل خلود" په نوم کس دا جنجالي ویډو اول ځل په سنپ چټ کې خپره کړه.
په دغه ویډیو کې داسې ښځه لیدل کېږي چې د اشقیر تاریخي کلي په تشو کوڅو کې روانه ده.
دا سیمه د پلازمېنې ریاض شمال ته په ۱۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
دا کلی په نجد ولایت کې دی او د وهابي نظریې د بنسټګر زېږنځی بلل کېږی.









