سعودي کې لنډ لمنې نجلۍ تاوده بحثونه را پارولي

د عکس سرچینه، Twitter
سعودي عربستان کې له هغه نجلۍ پوښتنې ګروېږنې رواني دي چې په بې لستوڼو لنډ کمیس کې یې ځان فیلم کړی او ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده.
نجلۍ ته په خواله رسنیو کې د "خولود" نوم کارول شوی دی.
ویډیو پر ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه ټوکولي دي.
د ټولینزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي، دغې نجلۍ د مسلمانانو په هېواد کې د کالیو په اړه له موجود قانونه سرغړونه کړې او باید زندان ته ولېږدول شي.
خو یو شمېر نورو کاروونکو بیا له "خولود" څخه ننګه کړې او دا کار یې د هغې د زړورتیا نښه بللې ده.
په سعودي عربستان کې ښځې اړې دي په عامو ځایونو کې پر عبایه سربېره حجاب هم واغوندي.
دغه ویډیو د تېرې اونۍ په وروستیو کې پر سنیپ چټ خپره شوه چې "خولود" پکې د سعودي عربستان د نجد ولایت د اشیقر کلا په کوڅو کې ګرځي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د نجد ولایت د سعودي عربستان له دودپاله او سنتي سیمو ګڼل کېږي.
لیکوال او ژورنالیست خالد زیدان لیکلي، اوس نو باید (مذهبي پولیس) بیا پیدا شي.
د فیسبوک یوه بل کارن لیکلي، د هېوادونو قانونونو ته باید درناوی وشي، که په فرانسه کې څوک حجاب واغوندې جریمه کېږي او په سعودي کې بیا حجاب کول قانون ته درناوی دی.
لیکوال او فلسفي "وایل جیسم" لیکلي، کله مې چې له غوسې او کرکې ډک ټویتونه ولوستل وډار شوم:
" فکر مي کاوه هغي څوک وژلي یا یې چېرته بم ایښی، خو وروسته ټوله کیسه د هغې په لنډ کمیس را ټوله وه. له ما سره اندېښنه دا ده که هغه زنداني شي، نو د سعودي د ۲۰۳۰ کال تګلاره به څنګه پلې شي.؟"
د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ کال تګلاره د نوي ټاکل شوي ولیعهد "محمد بن سلمان" له خوا جوړه شوې ده.
د خواله رسنیو یو شمېر کارنو د "خولود" له جامو ننګه کړې او ویلي دي په مې میاشت کې چې د ټرمپ لور او مېرمن سعودي عربستان ته تللي وو، حجابونه یې نه و کړي.
د "فاطمې العیسی" په نامه یوې ښځې لیکلي، که دا نجلۍ له کوم بل هېواده راغلې وای، نو ټولو به یې د ښایست سندرې ویلې وې، خو دا چې دا یوه عربستانۍ ده، نو ځکه یې د زنداني کېدو غوښتنه کېږي.
د عکاظ ورځپاڼې د خبر له مخې، د اشیقر ځايي مسوولانو له ولایتي ادارې د یادې نجلۍ د نیولو غوښتنه کړې ده.
د سعودي عربستان مذهبي پولیسو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی پر خواله رسنیو له خپرې شوې ویډیو خبر دي او په اړه یې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې دي.








