جاپانۍ شهزادګۍ د واده لپاره شاهي کورنۍ پرېږدي

د عکس سرچینه، Reuters
د جاپان د سلطنتي کورنۍ غړې " شهزادګۍ ماکو" پرېکړه کړې چې له یوه عادي هلک سره واده وکړي او د شاهي کورنۍ له غړیتوب لاس ووینځي.
د جاپان د شاهي قوانینو له مخې، شهزادګۍ چې له شاهي کورنۍ بهر له چا سره واده وکړي، شاهي کورنۍ باید پرېږدي.
۲۵ کلنه " ماکو" د لور له خوا د امپراتور اکیهیتو مشره لمسۍ ده.
پېغله " ماکو" غواړي له ۲۵ کلن " کي کوموروی" سره چې د پوهنتون همدوره یې و، واده وکړي.
ښاغلی کومورو په یوه دارالوکاله کې وکیل دی.
د شهزادګۍ او یوه عادي کس د واده خبر چې سیمه ییزو رسنیو راپورته کړی، یو ځل بیا به په جاپان کې د شاهي کورنۍ د کوچني کېدو په اړه جدي بحثونو ته لمن ووهي.
" شهزادګۍ ماکو" او " کی کومورو" په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو د مسیحیانو په پوهنتون کې له یو بل سره وپېژندل.
ښاغلي کومورو د چارشنبې په ورځ جاپاني رسنیو ته له اغلې ماکو سره د واده په اړه وویل: "په دې اړه د څه ویلو لپاره مناسب وخت نه دی، خو کله یې چې وخت را ورسېد په اړه یې در سره خبرې کوم."
د جاپان شاهي کورنۍ د امریکا " سيایناین" شبکې ته منلې چې د شهزادګۍ د کوژدې پر پروګرام کار روان دی. ۸۳ کلن امپراتور " اکیهیتو" موده وړاندې وویل زوړ شوی او نور غواړي له صحنې ګوښه شي.

د عکس سرچینه، AFP
په تېرو دوو پېړیو کې هیڅ جاپاني امپراتور له دندې ځان نه دی ګوښه کړی او د جاپان اوسني قوانین د ورته چارې اجازه هم نه ور کوي.
جاپان دمګړۍ د امپراتور د ګوښه کېدو په پار پر اړینو قانوني بدلونونو غور کوي.
که امپراتور له دندې ګوښه هم شي، بیا به د قدرت وراثت د دغې کورنۍ د نارینهوو په برخه وي.
ولیعهد ناورهیتو، شاهزاده فومیهیتو، شاهزاده هیساهیتو(د فومیهیتو زوی) او د امپراتور ځوان ورور ماساهیتو پرلپسې د سلطنت راتلونکی وارثان دي.









