هغه زوم نیول شوی چې وراباڼي یې د پېسو بدل کې راوستي وو

د عکس سرچینه، SHAANXI TV
چین کې هغه ځوان پولیسو نیولی، چې خپل واده ته یې د پېسو بدل کې میلمانه بللي وو.
دغه ځوان هغه مهال نیول شوی، چې د ناوې خپلوانو ته معلومه شوي، چې د زوم له لوري راغلي میلمانه د هغه خپلوان نه دي، بلکې د پېسو بدل کې راوستل شوي ممثلین دي.
د ځایي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي د هلک له لوري د واده مراسمو ته راغلي میلمانه د زوم له ژونده بې خبره وو او له خبرو یې د ناوې خپلوان پوهیدلي، چې میلمانه د زوم خپلوان نه دي.
کله چې د واده رسمي مراسم پیل شول، بیا هم د زوم مور او پلار تالار ته و نه رسېدل، د نجلۍ خپلوان باوري شول، چې ناست میلمانه (جعلي) دي.
له یوه ځايي ټلویزیون سره خبرو کې (وراباڼو) ویلي، چې دوی هر یوه ته واده کې د ګډون بدل کې ۱۲ ډالره ورکړل شوي وو.
وانګ نومي زوم خپل واده ته ټیکسي ډرېوران، محصلین او نور خلک د خپلوانو په نامه راوستي وو.
یوه سړي ویلي، د خواله رسنیو له لارې ورته ویل شوي وو، چې که واده کې ګډون وکړي، پېسې به ورکړل شي.
ويل کېږي زوم او ناوې له درېیو کلونو راهیسې یو بل پېژني، خو دواړه د بېلو خېلونو اړوند و، ځکه نجلۍ د واده تر شپې په دې اړه شکي نه وه.
تر اوسه معلومه نه ده، چې زوم ولې داسې کړي او ایا داسې کولو سره یې له قانونه سر غړونه کړې که نه.
یو شمېر رسنیو ویلي، هلک بې وزله و، چې له همدې کبله د نجلۍ خپلوان د دغه وعده خلاف و او له شرمه د خپلې کورنۍ ژغورلو لپاره هلک د کریې وراباڼي بللي وو.









