"لس شل کاله چې نور هم تېر شي، موږ واده نه شو کولی"

واده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په هوټلونو کې واده کول هم د ډېرو ښاري نجونو د کورنیو یو مهم شرط وي.
    • Author, نورگل شفق
    • دنده, بي بي سي

د کابل ښار پل خشتي جومات ته څېرمه په پښتون مارکيټ کې یو کمپيوټرکار په لوړ غږ دا سندره غږوي چې وايي:

"وه شيرينې راشه نن یو زړه کوو... پټ دواړه له هر چا نه واده کوو".

خو څومره په اسانه چې د واده کولو خبره په دې سندره کې کېږي، په افغانستان کې يې په حقيقي ژوند کې پلي کول هغومره اسان نه دي.

دا سندره کمپيوټرکار وحیدالله غږوي، چې وايي د ورځې تر پنځو شپږو سوو ډېرې افغانۍ نشي پېدا کولی. ومې پوښت چې واده به دې څنګه شي:

"دلته ولور ډير دی، واده چرته کیږي. موږ کمپیوټرکار به څه شی پېدا کړو خو پنځه شپږ سوه روپۍ پېدا کوو د ورځې، په هغو باندې خو واده نه کیږي. چې موږ د واده سوچ هم وکړو. لس شل کاله چې نور هم تېر شي، موږ په دې پنځو شپږو سوو روپيو باندې واده نه شو کولی".

وحیدالله ته ورته د هغو مجردو زلمیو- چې عمرونه يې په ډېرېدو دي- که زړونه يې وسکونډې نو ایله سړی پوه شي، ځای هغه سوځي چې اور پرې بلیږي.

واده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په یوه هوټل کې له ډوډۍ وروسته پاتې شوني.

د قیوم خان په نوم د غزني د قره باغ اوسېدونکی یو ځوان وايي، واده يې نه دی کړی، ځکه چې ودونه قيمته شوي دي.

دی وايي، د واده لګښت له پنځو تر دیارلس لکو افغانیو رسېدلی او په خپله د ورځې تر دوو سوو افغانيو ډيرې نه شي پېدا کولی نو په اوسنيو حالاتو کې يې واده کول له وسه تېره خبره ده.

یو بل ځوان ادم خان وايي، نن سبا ټولو د خپلو لوڼوو پيسو ته اړولي دي: " وايي ولور جګ دی، نو په لوڼو به پېسې واخلي او بیا به يې خوري. موږ غریبانو ته يې څوک کله راکوي".

د ادم خان په وینا ډېر ځوانان په دېرش کلنۍ کې ایله پیسې پېدا کړي او واده وکړي.

د مجردو زلمیو د واده پر وړاندې يوازې لوړ ولور او نور لګښتونه خنډ نه دي.

په افغان ټولنه کې د کمزوري اقتصاد خلک په ارزانه کرایه په ملي بسونو کې تګ راتګ خوښوي او په کرايي کورنو کې ژوند کوي. خو په همدې حال کې دلته د خپل موټر او خپل شخصي کور درلودل هم د واده له شرطونو بلل کیږي.

واده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په کابل کې د ودونو یو هوټل

نو د داسې ځوانانو ميندې او پلرونه چې زامن يې په دغو شرطونو د واده کولو وس نه لري، خامخا زړه خوري.

کريمه رحيمیار د پنځو زلمیو مور ده، چې د کابل د افشارو په یوه نسبتاُ غریب میشته سيمه کې ژوند کوي.

د یوه زوی يې يوه نجلۍ خوښه وه، دوی غوښتل ويې کړي خو څه وشول؟ دا وايي:

" د نجلۍ پلار وویل، ستا د زوی چې دا خوښه ده نو پنځه لکه افغانۍ راکړئ، در به يې کړم. ما ورته وویل، زه دومره وس نه لرم. که غواړې چې په راتلوونکې کې ښه دوستي ولرو نو یو لک افغانۍ به درکړم که لور او یا ځان ته څه پرې اخلې. خو هغه وویل چې پنځه لکه رانه کړئ نه يې درکوم. بس بیا مې زوی هم غلی شو".

د کابل په هوټلونو کې د واده د یوې شپې لګښت لږ تر لږه لس زره امریکايي ډالرو ته رسيږي، چې زیاتره د ښارميشته ناوې کورنۍ په هوټل کې د واده کولو دا مهم شرط ږدي.

دې او د واده اړوند ځينو نورو لګښتونو د کمښت په موخه د افغانستان پارلمان یو کال مخکې یو قانون تصويب کړ، خو په عملي بڼه يې د پلي کېدو څرک ولې نه لګیږي؟

د ولسي جرګې یو غړی زکریا زکریا وايي، قانون هغه وخت عملي کیږي چې خلک اراده ولري او حکومت د هغه د پلي کولو امکانات ولري:

" د فرهنګي او سنتي تغيراتو راوستل اسان کار نه دی، دا مسئله په افغانستان کې د سنت او فرهنګ یو اصل ګرځېدلې ده، تر څو چې پخپله خلک اراده ونه کړي مشکله ده چې دا قانون پلی شي او دولت هم ډېر مشکلات لري. د دې لپاره د څارنوالي، پوليسو او قضايي ارګانونو لخوا یو ګروپ په کار دی چې هر مجلس وڅاري چې څومره لګښت پکې شوی دی"

واده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مور او پلار له خوا ولور یا شرطونه اېښودل د دې سبب کېږي چې ځینې نجونې د خپلې خوښې ځوان سره واده ونه کړي.

د افغانستان د څېړونکو شبکې یوه څېړنه ښيي چې د دغه هېواد په لرې پرتو سيمو کې د ولور کچه لږ تر لږه پنځو زرو امریکايي ډالرو ته رسیږي.

په دې څېړنه کې په ننګرهار کې د ولور منځنۍ کچه له ۱۵ سوو تر اتو زرو ډالرو او په فاریاب کې له لسو تر شلو زرو ډالرو پورې ښودل شوې ده.

همدا علت دی چې د نجلۍ د کورنۍ د شرطونو په پوره کولو پسې څوک اوږدې مساپرۍ ته ملا تړي او له اوو سيندونو اوړي، څوک پټي ورته ګرووي او څوک دومره په پورونو کې ډوبيږي چې د ناوې او زوم راتلوونکی ژوند تريخوي.

دا شرطونه تر هغو شرطونو سخت ښکاري چې د پښتو په یوه فلکوریکه کیسه کې د شمایلې د ګټلو لپاره د هغې مین جلات خان ته ايښودل شوي وو.

واده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډله ییز ودونه لګښت کمولی شي، خو په افغان ټولنه کې ډېر دود نه دي.