په هند کې د لوی او جنجالي واده انځورونه

په هند کې د کال خورا شاهانه، خو جنجالي واده له پنځو ورځو وروسته پای ته ورسېد.

The wedding

د عکس سرچینه، Janardhana Reddy Family

د عکس تشریح، د نړۍ خورا ټر ټولو ډېر لګښتی واده د هند په سوېلي ایالت کرناټاکا کې وشو. په دې واده کې پنځه میلیارده هندۍ روپۍ( څلور اویا میلیون ډالر) لګښت شوی دی.
Picture from the Reddy wedding

د عکس سرچینه، Kashif Masood

د عکس تشریح، دا واده د هند د یو سیاستوال او شتمن جي جاناردن ریډي د لور برهماني و، خو د میلیونونو هندیانو غوسه یې پارولې او هغه هم په داسې مهال چې په دغه هېواد کې حکومت د پنځو سوو او زرو نوټ د ختمولو پرېکړه کړې ده.
The bride

د عکس سرچینه، Janardhana Reddy Family

د عکس تشریح، د ناوې د واده لباس یواځې ۲،۵ میلیون ډالره او د سرو د ګاڼې ارزښت یې ۱۳ میلیون ډالره رپوټ شوی دی.
The groom

د عکس سرچینه، Janardhana Reddy Family

د عکس تشریح، زوم درویشت کلن رجوي ریډي، د جیدراباد ښار د یوې سوداګرۍ کورنۍ غړی دی.
د برازیل سمبا نڅا

د عکس سرچینه، Kashif Masood

د عکس تشریح، د برازیل سمبا نڅا یوه له هغو نندارو وه چې په واده کې مېلمنو ته وړاندې شوه.
پلار، لور او زوم.

د عکس سرچینه، Kashif Masood

د عکس تشریح، په خواله رسنیو د ډېرو غبرګون مناسب نه دی، خو ښاغلي ریډي ویلي چې د واده لګښت یې شپږ میاشتې مخکې برابر کړی و، او دا هغه وخت و چې حکومت د بډو د مخنیوي لپاره له چلښت د زړو نوټونو د اېستلو پرېکړه نه وه کړې.
زوم او ناوې

د عکس سرچینه، Kashif Masood

د عکس تشریح، خو پر دغه لګښت نیوکه کوونکي د سرو پلېټونو کې بلنلیکونه او په واده کې د بالیووډ ستورو حضور د شتمني بده او ناسمه ننداره ښيي.
The wedding venue

د عکس سرچینه، Kashif Masood

د عکس تشریح، په بنګلور ماڼۍ کې تیاري میاشتې وخت ونیو. د واده مراسمو ته ځای هم د هندوانو د لرغوني مندر په شکل جوړ شوی و.
واده

د عکس سرچینه، Janardhana Reddy Family

د عکس تشریح، له پنځوس زرو ډېرو خلکو واده کې ګډون وکړ. د رپوټونو له مخې دوو زرو ټکسیو د واده ځای ته مېلمانه وړل او لېږدول.