په ۱ ډالر واده

د عکس سرچینه، Aaltonen Jumba
یوې کینیایۍ جوړې چې په یوه امریکايي ډالر یې واده کړی و د یو شمېر مینه والو له خوا ونازول شول چې د مینانو پر ورځ یې ورته د واده شانداره مراسم ونیول.
د دوی د لومړي اقتصادي واده خبر پر ټولینزو شبکو خورا ډېر خلک ځان ته ورمات کړل او یو شمېر کینیایانو د مرستې وړاندیز وکړ.
ولسن او ان میوتورا د واده پر ورځ عادي کالي اغوستي ول او د وسپنو دوې کړۍ یې یو بل ته په ګوته کړې.
کینیايي رسنیو د دوی د دوهم واده د لګښت اټکل ۳۵۰۰۰ امریکايي ډالره کړی چې د پلازمېنې نایروبي په یوه ګران بیعه تالار کې ترسره شو.

د عکس سرچینه، Aaltonen Jumba

د عکس سرچینه، Getty Images
نایروبي کې د بي بي سي خبریال پیټر موای وايي یو شمېر کینایانو بیا نیوکه کړې چې د دوی مینه والو ولې دغه پیسې دوی سره د نقدې مرستې پر ځای پر محفل ولګولې.
خو د "سلېک یوېنتس پلانر" غړی التونېن جومبا چې د مراسمو چارې یې پر غاړه وې وايي دوی سره مرسته شوې وه خو دا پیسې یې پر عاشقانه چارو ولګولې.

ښاغلی جومبا وايي " له دوی سره هرچا هر ډول مرسته وکړه. په پټیو کې یو کور ورکړل شو، د عسل میاشت تابیا یې وشوه او د کاروبار د پیلولو لپاره د پیسو ژمنه هم ورسره وشوه. نو چې دا ټول وشول، ولې هغه واده ونه شي چې د هرچا ارمان وي".
ښاغلی جمبو وايي ګرانه ده چې ووايي څومره پیسې به په واده لګېدلې وي ځکه هر چا له خپل توان سره مرسته وکړه او پیسې پکې لاس په لاس نه شوې.









