"وایه شیخه دا حجاب مې څنګه دی؟"

.

د عکس سرچینه، @NBAA2T/TWITTER

د عکس تشریح، یوې مېرمنې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، زه پر تاسو خپل ډېر ښکلی حجاب وینم.

په سعودي عرب کې د ټولنیزو شبکو ښځینه کاروونکو پر داسې یوه دیني عالم نیوکې شروع کړې چې ښځو ته یې سپارښتنه کړې وه چې له فېشني حجاب اغوستو او سینګاره ډډه وکړي.

محمدالرافع یو عرب مذهبي شخصیت دی او مسلمانو ښځو ته یې د عبا (حجاب) د اغوستو په اړه وړاندیز کړی دی.

د یکشبنې په ورځ محمدالرافع پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: اې زما لورې! داسې عبا مه اخله چې سینګار شوې او ګلدوزي شوې وي. لورې! د مهربانۍ له مخې سینګار دې مه ښکاروه او له اسلام د وړاندې مهال "میک اپ" مه کوه.

ډېرو عرب مېرمنو پر دغه پوسټ طنزیه غبرګون ښودلی، خپل انځورونه یې خپاره کړي او د هغو په اړه یې د محمدالرافع نظر غوښتی دی. یوې مېرمنې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، زه پر تاسو خپل ډېر ښکلی حجاب وینم.

د محمدالرافع د ټوېټر پوسټ ۳۱ زره ځلي ریټویټ شوی دی.

.

د عکس سرچینه، @VEGIALAA/TWITTER

د عکس تشریح، د محمدالرافع د ټوېټر پوسټ ۳۱ زره ځلي ریټویټ شوی دی

یوې مېرمنې له خپلې عبا سره عکس خپور کړی او له محمدالرافع یې پوښتلي: "اې شیخه! زما د عبا په اړه څه وايې؟"

هغه زیاته کړې، دا ځل به ډېره ځلېدونکې عبا واخلم؛ داسې عبا چې له اسلامه مخکې هم چا نه وي اغوستې.

یوې بلې مېرمنې پوسټ کړی او ویلي دي: داسې ښکلې عبا به در باندې وګورم چې خوښه به مو شي.

یوې فلسطینۍ مېرمنې پوښتنه کړې: "ما مې پر خپلې عبا ډېر سینګار کړی، ستاسو هېواد کې یې اغوستای شم، ځکه زه د فلسطین یم."

په اسلامي هېوادونو کې د عبا او حجاب ډيزاینونه ور تر بلې فیشني کېږي. تر دې چې اوس عبا تر ډېره په نااسلامي هېوادونو کې هم اغوستل کېږي.

د لویدیځو هېوادونو په ډېرو هټیو کې هم عبا د خرڅلاو لپاره ايښودل شوي دي او په نړیواله کچه یې د ډیزانیرانو پام د ځان پر لور کړی.

.

د عکس سرچینه، ANA_IBA2/TWITTER

د عکس تشریح، په سعودي عربستان کې د ښځو لپاره عبا اغوستل تر سینګاره زیاد مذهبي دود دستور دی

خو په سعودي عربستان کې د ښځو لپاره عبا اغوستل تر سینګاره زیاد مذهبي دود دستور دی.

د سعودي په څير بنسټپالي هېواد کې دا سپیناوی چې عبا فیشن دی او که مذهبي اړتیا، ستونزمنه چاره ده.

په سعودي عربستان کې ښځو ته لازمه ده چې له پرديو نارینه وو د خوندیتابه لپاره ساده ژوند وکړي.

د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې پر ټولنیزو رسنیو د ښځو یو انځور خپور شو چې د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض په یوه کوڅه کې ولاړې دي او عباوې یې نه وې اغوستې، نو پر خواله رسنیو سختې نیوکې پرې وشوې او د هغوی د زنداني کولو غوښتنه یې کوله.