"پټان صاحب د نوکانو رنګ حرام دی"

.

د عکس سرچینه، IRFAN PATHAN TWITTER

د عکس تشریح، د عرفان پټان پوسټ ۴ زره ځلي شریک شوی دی

د هندوستان کریکټ لوبغاړي عرفان پټان له خپلې مېرمنې سره یو جوړه‌ یي عکس پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی چې بېلابېل غبرګونونه یې لرلي دي.

په دغه تصویر کې د عرفان پټان مېرمنې په لاسونو د څېرې پټولو هڅه کړې، خو د لاس پر نوکانو وهلی رنګ یې له ورایه ښکاري.

پر تصویر ډېرغبرګونونه ښودل شوي دي. یو ډله کسانو د عرفان پټان دا کار ستایلی، خو ځینو نورو بیا لارښوونې ورته کړي دي.

تر نوموړي وړاندې د بل هندي کریکټې "محمد شامي" د مېرمنې په انځورونه هم ډېر غبرګونه ښودل شوي وو.

عرفان پټان پر فیسباکه خپاره کړي عکس سره په طنزیه انداز لیکلي:" دا نجلۍ (ټوله) اندېښنه ده." "

.

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، فبیسبوک کارن، ښکلې جوړه ده ماشاالله

د هغه دغه پوسټ شاوخوا ۴زره ځلي شریک شوی او تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو پرې تبصرې لیکلي دي.

د شیخ علیم په نامه یوه فیسبوک کارن لیکلي: "ګرانه پټان وروره ! ښکلی تصویر دی، خو ستا مېرمن باید پر نوکانو رنګ ونه وهي، ځکه دا اسلامي نه دی. د مهربانۍ له مخې دې د سر خلاصولو کوښښ وکړه. "

د محمد جهانګیر په نامه یوه بل کارن بیا لیکلي: "پټان لالا ته خو ډېر هوښیار هم یې، خو پر خواله رسنیو دې باید د خپلې مېرمنې عکس نه وای خپور کړی او بله دا چې په اسلام کې د نوکانو رنګول هم حرام دي."

یوه بل کارن بیا ویلي: "زه دلته له ډېرو مسلمانو سره همغږی یم. ستا مېرمنې له شرمه ډکې جامې اغوستې دي. هغه باید ټیکری او حجاب وانه غوندي او د ازاد انسان په څېر جامې وکړي."

.
د عکس تشریح، یوسف پټان او عرفان پټان په یوه پروګرام کې له کترینه کیف سره یوځای

عرفان پټان له خپلې مېرمنې سره دغه جوړه يي عکس ټوېټر ته هم شریک کړی او ور سره یې لیکلي: "خبرې کول خو د خلکو کار دی."

د تبصرو په منځ کې د نزیل خان په نامه یوه فیسبوک کارن لیکلي، ډېر ښکلی تصویر دی- ډېرې ورځې وروسته دې پوست وکړ. ښکلې جوړه ده ماشاالله!!!