"پټان صاحب د نوکانو رنګ حرام دی"

د هندوستان کریکټ لوبغاړي عرفان پټان له خپلې مېرمنې سره یو جوړه‌ یي عکس پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی چې بېلابېل غبرګونونه یې لرلي دي.

په دغه تصویر کې د عرفان پټان مېرمنې په لاسونو د څېرې پټولو هڅه کړې، خو د لاس پر نوکانو وهلی رنګ یې له ورایه ښکاري.

پر تصویر ډېرغبرګونونه ښودل شوي دي. یو ډله کسانو د عرفان پټان دا کار ستایلی، خو ځینو نورو بیا لارښوونې ورته کړي دي.

تر نوموړي وړاندې د بل هندي کریکټې "محمد شامي" د مېرمنې په انځورونه هم ډېر غبرګونه ښودل شوي وو.

عرفان پټان پر فیسباکه خپاره کړي عکس سره په طنزیه انداز لیکلي:" دا نجلۍ (ټوله) اندېښنه ده." "

د هغه دغه پوسټ شاوخوا ۴زره ځلي شریک شوی او تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو پرې تبصرې لیکلي دي.

د شیخ علیم په نامه یوه فیسبوک کارن لیکلي: "ګرانه پټان وروره ! ښکلی تصویر دی، خو ستا مېرمن باید پر نوکانو رنګ ونه وهي، ځکه دا اسلامي نه دی. د مهربانۍ له مخې دې د سر خلاصولو کوښښ وکړه. "

د محمد جهانګیر په نامه یوه بل کارن بیا لیکلي: "پټان لالا ته خو ډېر هوښیار هم یې، خو پر خواله رسنیو دې باید د خپلې مېرمنې عکس نه وای خپور کړی او بله دا چې په اسلام کې د نوکانو رنګول هم حرام دي."

یوه بل کارن بیا ویلي: "زه دلته له ډېرو مسلمانو سره همغږی یم. ستا مېرمنې له شرمه ډکې جامې اغوستې دي. هغه باید ټیکری او حجاب وانه غوندي او د ازاد انسان په څېر جامې وکړي."

عرفان پټان له خپلې مېرمنې سره دغه جوړه يي عکس ټوېټر ته هم شریک کړی او ور سره یې لیکلي: "خبرې کول خو د خلکو کار دی."

د تبصرو په منځ کې د نزیل خان په نامه یوه فیسبوک کارن لیکلي، ډېر ښکلی تصویر دی- ډېرې ورځې وروسته دې پوست وکړ. ښکلې جوړه ده ماشاالله!!!