سعودي عربستان ریاض ته څېرمه 'تفریحي ښار' جوړوي

دا نوی تفریحي ښار د ریاض ښار په څنډو کې جوړېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا نوی تفریحي ښار د ریاض ښار په څنډو کې جوړېږي

د سعودي عربستان چارواکو پلازمېنې رياض ته څېرمه د ساتېرۍ د يوه ښار د جوړېدو خبر ورکړی چې ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخوالی به ولري.

د ياد حکومت په اعلان کې راغلي، دا به په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتېرۍ ښار وي او تر ۲۰۲۲ کال پورې به يې کار بشپړ شي.

دغه پلان چې د مرستیال وليعهد محمد بن سلمان له خوا یو کال وړاندې اعلان شوی، هڅه کوي د سعودي د اقتصاد تکيه د تېلو پرځای په نورو سرچينو ووېشي.

دغه تفریحي ښار به د بشپړېدو په صورت کې تر 'جبل الطارق' ۵۰ ځلې لوی وي.

د سعودي دغه ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخه تفریحي ښار به د امریکا لاس ویګاس له ښاره لوی وي، چې کلتوري، سپورتي او د ساتېري او فعالیت ځایونه به پکې جوړ شي.

ویل کېږي دا به په ګرده نړۍ کې لومړنی دومره لوی تفریحي پارک وي.

دا په سعودي کې د یوې لویې پروژې پیل دی.

دا ښار د امریکايي 'سېکس فلګ' شرکت له خوا جوړېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا ښار د امریکايي 'سېکس فلګ' شرکت له خوا جوړېږي
دغه تفریحي ښار د یوې لویې پروژې برخه ده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه تفریحي ښار د یوې لویې پروژې برخه ده

یاد ښار د ریاض ښار نژدې پنځمه برخه جوړوي.

چارواکي وايي، هیله یې دا ده چې نه یوازې هلته زیارت کوونکي ورمات کړي، بلکې د پلازمېنې ریاض اوسېدونکو ته به د ساتېري او ارامه ژوند او خوښیو یوه سرچینه وګرځي.

د تېر کال جون میاشت کې د امریکا (سېکس فلګ) شرکت سعودي عربستان کې د (ویژن۲۰۳۰) چوکاټ کې ددغه ښار د جوړولو اعلان وکړ.

دا هم ولولئ:

د ياد حکومت په اعلان کې راغلي، دا به په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتېرۍ ښار وي او تر ۲۰۲۲ کال پورې به يې کار بشپړ شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ياد حکومت په اعلان کې راغلي، دا به په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتېرۍ ښار وي او تر ۲۰۲۲ کال پورې به يې کار بشپړ شي.