سعودی میلیاردر افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري

د عکس سرچینه، Arg
د سعودي عربستان مشهور شتمن او پانګوال او د دغه هېواد نفوذ لرونکي شهزاده ولید بن طلال کابل کې له افغان ولسمشر سره د خبرو پرمهال افغاستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي طلال له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د جلبولو په تړاو د افغانستان د ظرفیتونو او زېربنايي پروژو پیلولو په اړه خبرې وکړې.
افغان ولسمشر له دغه سعودي شتمن سره په خبرو کې وویل، اسلامي هېوادونه باید په نورو اسلامي هېوادونو کې د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.
ده وویل، اسلامي هېوادونه باید د ترهګرو پټنځي نه شي.
د ولسمشر غني له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، افغانستان کې ډیموکراسۍ د بنسټیزه کېدو په درشل کې ده چې د ولسمشرۍ د پړاو له ختمېدا پورې به بیا ټاکنې کېږي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي طلال افغانستان کې نوې پر پښو ولاړه ډیموکراسي وستایله.
ولسمشر غني افغانستان کې د سعودي عربستان د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په پار د سعودي دغه شهزاده ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال هم ورکړ.

د عکس سرچینه، Arg
ولید بن طلال د سعودي عربستان د واکمنې شاهي کورنۍ شتمن غړی دی.
که څه هم نوموړی پخپل هېواد کې کومه رسمي دنده نه لري، خو خو د کینګډم هولډېنګ کمپني یا (کې ایچ سي) مشر دی.
د نوموړي تر ډېره پانګونه په هوټلونو، د ونډو بازار او خواله رسنیو کې لګول شوې ده.
کې ایچ سي په ډیزني، فاکس ۲۱ پېړۍ، نیوز کورپ، جنرال موټورز او ټویټر کې ونډواله ده.









