ولید بن طلال: ټرمپ د امریکا لپاره شرم دی

 بن طلال له شتمنو عربانو ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، بن طلال له شتمنو عربانو ګڼل کېږي.

د سعودي شهزاده ولید بن طلال د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ نوماند ډونالډ ټرمپ د ''امریکا لپاره شرم'' ګڼلی، خو ټرمپ بیا بن طلال یو ''بې عقل'' انسان بللی دی.

طلال پر خپلې ټویټر پاڼې ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي ''ته نه یوازې جمهوي ګوند ته شرم یې، بلکې د ټولې امریکا لپاره شرم یې''.

سعودي شهزاده له ټرمپ نه غوښتي، چې د راتلونکي له ولسمشریزو ټاکنو نه لاس په سر شي.

بن طلال په انګلیسي ژبه پخپل ټویټ کې لیکلي: ''د ولسمشرۍ له سیالیو ووځه، ته نه شې بریالی کېدای''.

نوموړي دا څرګندونې د ټرامپ له هغو خبرو وروسته کړې، چې امریکا ته دې د مسلمانانو د ننوتلو مخه ونیول شي، آن که دغه مسلمانان امریکايي تابعیت هم ولري.

''لوی بې عقل''

بل خوا، ټرمپ د ولید د ټویټ په غبرګون کې هغه یو ''احمق'' بللی دی.

ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي ''احمق شهزاده ولید بن طلال غواړي په امریکا کې نفوذ ډ‌ېر کړي، کله چې زه وټاکل شم، هغه سیاستوال به هېڅ ونه شي کړای چې د خپلو پلرونو پر شتمنیو مزې کوي''.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته پر هغه نړیوالې نیوکې پیل شوې دي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د ټرمپ له څرګندونو وروسته پر هغه نړیوالې نیوکې پیل شوې دي

د ویلو ده چې ټرمپ په منځني ختیځ کې ګڼې پانګونې له لاسه ورکړې، او ځینو شرکتونو د هغو توکو له اخیستلو ډډه وکړه، چې د ټرمپ شرکتونه يې تولیدوي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټرمپ په تېر نومبر کې پاریس کې له خونړیو بریدونو وروسته پر مسلمانانو لفظي بریدونه پیل کړي دي

د متحده عربي اماراتو ''داماک'' شرکت هم په دبۍ کې د ۶ میلیارد ډالرو په لګښت د جوړېدونکي ګلف لوبغالي پر ودانۍ د ټرمپ انځور او نوم لیرې کړی دی.