له وېښته نازک او تر ټولو کوچنی واورین انسان

د عکس سرچینه، WESTERN NANOFABRICATION FACILITY
د کاناډا د ویسټرن پوهنتون د پوهانو په خبره، دا انځور د نړۍ تر ټولو کوچنی واورین انسان ښيي.
د دې انسان جوړوونکي وايي، ونه یې درې میکرونه ده، چې د میلي مېتر درې زرمه برخه کېږي.
په بله ژبه، که میلي مېتر په زرو برخو ووېشل شي، نو دریمه برخه یې دغه واورین سړی دی.
خو د انسان د وېښته ضحامت د میلي مېتر پنځه اویا زرمه برخه دی، چې له واورین سړي ۷۲ ځلې پنډ دی.
پخوانی ریکارډ ۱۰۰ میکرونه و، خو د نوي واورین انسان جوړوونکو نږدې ۹۷ مایکرونه له پخواني ورته کوچني انسان نور هم کم کړي دي.
دا واورین سړی یواځې په الیکتروني مایکروسکوپ سره لیدلی شي.
خو د واورین سړي جنس هم د واورې نه دی، بلکې له سیلیکا جوړ شوی دی.
سیلیکا د سیلیکون او اکسېجن ترکیب دی چې په شګو او کوارتز کې پیدا کېږي.
دا ډول څیز په لاس سره هم جوړېدلی نه شي، خو څېړونکو یې د جوړولو لپاره له الیکتروني لیتوګرافي کار اخیستی دی.

د عکس سرچینه، WESTERN NANOFABRICATION FACILITY








