د 'انسټاګرام' په نیمګړتیا؛ ماشوم ۱۰ زره ډالر وګټل

فیسبوک شرکت بي بي سي ته ویلي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې تر اوسه کابو ۴٫۳ میلیارده ډالر هغو کسانو ته د انعام په توګه ورکړي چې د دوی تخنیکي نیمګړتیاوې یې ور په ګوته کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، فیسبوک شرکت بي بي سي ته ویلي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې تر اوسه کابو ۴٫۳ میلیارده ډالر هغو کسانو ته د انعام په توګه ورکړي چې د دوی تخنیکي نیمګړتیاوې یې ور په ګوته کړې دي.
    • Author, ډېو لي
    • دنده, ژ: هدایت الله همیم

د ټولنیزو رسنیو نامتو کاریال "انسټاګرام" یوه ۱۰ کلن فنلینډي هلک ته د یوې امنیتي باریکۍ (نیمګړتیا) د ور په ګوته کولو په بدل کې ۱۰ زره ډالر انعام ورکړی دی.

د جاني په نامه دغه کوچنی له درېو کلونو راهیسې د "انسټاګرام" کاریال کاروي، خو په "انسټاګرام" کې یې هغه باریکۍ (نیمګړتیا) په نښه کړې چې له مخې یې یو کارکوونکی کولای شي د بل پر پاڼه د هغه کمنټونه (تبصرې) ډیلېټ کړي.

دغه ماشوم ته له تخنیکي اړخه او د ټیټ عمر له کبله تر درو نورو کلونو پورې د انسټاګرام له تخنیکي ډلې سره د یوځای کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

"انسټاګرام" د فیسبوک شرکت اړوند کاریال دی او اوس یې هغه ستونزه حل شوې ده.

کیون سیسټروم

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، انسټاګرام په ۲۰۱۰ کال د امریکايي کمپیوټري پروګرام جوړوونکي کیون سیسټروم او مایک کرېګر له خوا جوړ شو.

فیسبوک شرکت بي بي سي ته ویلي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې تر اوسه کابو ۴٫۳ میلیارده ډالر هغو کسانو ته د انعام په توګه ورکړي چې د دوی تخنیکي نیمګړتیاوې یې ور په ګوته کړې دي.

کله چې جاني په تېره فبرورۍ میاشت کې د انسټاګرام دا نیمګړتیا ومونده، ژر یې فیسبوک ته برېښنالیک واستاوه.

په شرکت کې د امنیتي برخې انجینرانو د جاني لپاره یو ازمیښتي ګڼون (اکونټ) جوړ کړی چې د هغه اندونو ته وده ورکړي.

ماشوم چې د فنلینډ هیلسینکي اوسېدونکی دی، د فنلینډ "<link type="page"><caption> ایلتالهتي</caption><url href="www.iltalehti.fi/digi/2016050221506011_du.shtml" platform="highweb"/></link>" په نامه ورځې پاڼې ته ویلي، هوډ لري د جایزې په دې پیسو یو نوی بایسکل، د فوټبال اړین څیزونه او خپلو وروڼو ته کمپیوټرونه واخلي.

"انسټاګرام" د فیسبوک شرکت اړوند کاریال دی او اوس یې هغه ستونزه حل شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، "انسټاګرام" د فیسبوک شرکت اړوند کاریال دی او اوس یې هغه ستونزه حل شوې ده.

د خواله رسنیو انسټاګرام په میاشت کې شاوخوا ۳۰۰ میلیون فعال کاروونکي لري، چې تر ډېره انځورونه او لنډې وېډیوګانې پرې خپروي.

انسټاګرام تر اوسه څه باندې ۳۰ میلیارده انځورونه خپاره کړي دي او هره ورځ پرې کاروونکي په اوسط ډول ۷۰ میلیون انځورونه خپوري.

انسټاګرام په ۲۰۱۰ کال د امریکايي کمپیوټري پروګرام جوړوونکي کیون سیسټروم او مایک کرېګر له خوا جوړ شو.