روبوټي کب جوړ شو
د انجنیرۍ او ټیکنالوژۍ نړیوال مشوره ورکوونکي شرکت BMT یوې ډلې روبوټي کب Robot Fish جوړ کړی چې اوږدوالی یې یو اعشاریه پنځه متره دی.
دغه روبوټي کب نه یوازې د سمندرونو د اوبو د ککړتیا کچه معلومولی شي، بلکې د ککړتیا د سرچینو په اړه په کې لګول شوي سیستم ته معلومات ورکوي.
دغه معلومات اصلي مرکز ته استول کېږي چې دا مهال یې د سمندر پر څنډه یوه څانګه جوړه کړې ده.
دغه کب اوسمهال د اسپانیا خیخون سمندر پر غاړه د ازموینې لپاره اوبو ته استول شوی دی.
دغه کب د سمندر د اوبو معادن، مس، او همدارنګه د آکسیجنو او مالګې کچه هم معلوموي.




