د سویټزرلنډ پولیسو د 'فیفا' ځینې چارواکي نیولي

د کاسټاریکا اډواردو لي، چې د فیفا د جرایییوي کمېټې غړیتوب ته چمتو شوی و، د اروګوای یوجینیو فیګوریدو، او د فیفا د کمېټې ‎برازیلۍ غړې خوزې ماریا مارین هغه کسان وو، چې له هوټله د پولیسو له خوا د بېول کېدو پرمهال د بي بي سي خبریال لیدلي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کاسټاریکا اډواردو لي، چې د فیفا د جرایییوي کمېټې غړیتوب ته چمتو شوی و، د اروګوای یوجینیو فیګوریدو، او د فیفا د کمېټې ‎برازیلۍ غړې خوزې ماریا مارین هغه کسان وو، چې له هوټله د پولیسو له خوا د بېول کېدو پرمهال د بي بي سي خبریال لیدلي دي.

د سویټرزلنډ چارواکو بي بي سي ته ویلي، ددغه هېواد پولیسو د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) ځینې لوړپوړي مشران په زوریخ ښار کې نیولي دي.

د رپوټونو له مخې، د فساد قضیه کې دغه تورن کسان امریکا ته د محاکمې لپاره د استولو په موخه نیول شوي.

د فیفا مشران په زوریخ ښار په کلنۍ ناسته کې سره راغونډېږي. دغه ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ (مې ۲۹) جوړېدونکې ده.

په زوریخ کې د بي بي سي خبریال ریچرډ کانوي وايي، په نیول شویو کې د فیفا مرستیال جیفري وېب هم دی. ښاغلی وېب د شمال او امریکا او کاریبي حوزې د فیفا د کنفدراسیون مشري هم پرغاړه لري.

د کاسټاریکا اډواردو لي، چې د فیفا د جرایییوي کمېټې غړیتوب ته چمتو شوی و، د اروګوای یوجینیو فیګوریدو، او د فیفا د کمېټې ‎برازیلۍ غړې خوزې ماریا مارین هغه کسان وو، چې له هوټله د پولیسو له خوا د بېول کېدو پرمهال د بي بي سي خبریال لیدلي دي.

بي بي سي ته ویل شوي، چې شهزاده علي بن الحسین، چې د فیفا د مشر ښاغلي بلاټر پروړانې د فیفا مشرۍ ته هم چمتو دی، د راتلونکې جمعې په ورځ د فیفا د مشر پر ټاکلو ددغو نیونو په اړه توضیحات ورکړي.

پر همدې مهال، د فیفا یوه ویاند په زوریخ کې خبریالانو ته ویلي، که څه هم دغه کسان نیول شوي، خو د جمعې ورځې ناسته به ارومرو جوړېږي.

د عکس سرچینه، AP

زوریخ کې د فیفا کلنۍ ناسته جوړېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زوریخ کې د فیفا کلنۍ ناسته جوړېږي

د فیفا ویاند وايي، د فوټبال سیالۍ له له مهالوېش سره سمې په قطر او روسیه کې ترسره شي.

اټکل دی، چې د فیفا په دې ناسته کې د دغه فدراسیون مشر سپ بلاټر د فیفا د مشرۍ لپاره په پنځم پرله پسې ډول ځان کاندید کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور پربنسټ، پولیس د زوریخ ځینو هغو لوکسو هوټلونو ته تللي، چې نیول شوي کسان پکې اوسېدل.

تر اوسه کره نه ده، چې څومره او کوم چارواکي نیول شوي، خو اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د نیول شویو کسانو شمېر شپږ ښودلی.

ویل شوي، چې د فیفا د فساد قضیه ددغه سازمان د تېرو ۲۰ کلونو اړونده ده.

سپ بلاټر

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اټکل دی، چې د فیفا په دې ناسته کې د دغه فدرسایون مشر سپ بلاټر د فیفا د مشرۍ لپاره په پنځم پرله پسې ډول اعلان کړي.

د عکس سرچینه، Reuters