فیفا له "سنډې ټایمز" د رشوت په تړاو کره اسناد غواړي

- Author, هدایت الله همیم
- دنده, کابل
د فوټبال نړیوال فدراسیون (FIFA) وايي له برتانوۍ (سنډې ټايمز) ورځپاڼې یې غوښتي چې د فدراسیون د اجرایوي کمېټې د دوو غړو د لخوا د رشوت اخیستو په تړاو کره او مستند مالومات وړاندې کړي.
وړاندې د فوټبال نړيوال فدراسيون (FIFA) ویلي وو د هغو ادعاوو په اړه به پلټنه کوي چې د اجرايوي کمېټې دوو غړو يې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو فوټبال نړيوالو اتلوليو د کوربنۍ په سياليو کې د خپلو رايو د پلور وړانديز کړی و.
د لندن (سنډې ټايمز) ورځپاڼې ليکلې وو د نيجريا (اموس ادامو) او د تاهيټي (رېنالډ تېماري) له ځينو خبريالانو سره چې ځانونه يې د امريکا کوربنۍ خونديتوب فعالان ښوولي وو، د جوړجاړي خبرو ته چمتو وو.
(سنډې ټايمز) کښلي وو، ښاغلي اډامو د (۸۰۰) زره ډالرو غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې ښاغلي تېماري د سپورټ يوې اکاډيمۍ لپاره پيسې غوښتې وې.
د (فوټوبال نړيوال فدراسيون Fifa) دوو چارواکيو وړانديز کړی چې د (۲۰۱۸) کال فوټبال نړيوالو اتلوليو د کوربنۍ ګټلو په سيالۍ کې خپلې رايې وپلوري.
د فیفا په تازه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې د خپلو اجرایوي کمېټې د تورنو غړو په اړه ورغلي ټول مالومات به په غور سره وڅېړي.

انګلستان بيا خپل پام د (۲۰۱۸) فوټبال اتلوليو کوربنۍ ته ځانګړی کړی. د فيفا قانون دې ته اجازه نه ورکوی چې د فوټبال نړيوالې اتلولۍ دوه پرله پسې دورې دې په يوه لويه وچه کې ترسره شي.
انګلستان له اسپانیا، پرتګال، هالنډ او بلجیم سر د دغو لوبو د کوربه توب په اړه سیالي کوي.
خو قطر بیا له استرالیا، امریکا، جاپان او شمالي کوریا سره د ۲۰۲۲ کال د اتلولیو د کوربه توب د ګټلو لپاره مټې رانغښتې دي.
ټاکل شوې ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) به د دسمبر پر دویمه د سویس په زیوریخ ښار کې د فوټبال د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو د اتلولیو لپاره کوربه هېواد اعلان کړي.








