فيفيا د راتلونکي په اړه له بلاتر سره پټې خبرې کړې

د عکس سرچینه، AP
بي بي سي سپورت ته رسېدلي خبرونه ښیي چې د فيفا چارواکو او د فوټبال دغې نړيوالې ادارې د مشر سيپ بلاتر تر منځ د ده د راتلونکي پر سر پټې خبرې روانې دي.
ويل کېږي دغه خبرې او بحثونه چې د فوټبال يو شمېر کنفدراسيونونو استازي په کې ښکېل دي، د ۲۰۱۳ کال اکتوبر کې د انګلتسان فوټبال ټولنې د ۱۵۰ مې کليزې لمانځلو پر مهال پيل شوې دي. له دغو خبرو وروسته سيپ بلاتر وویل چې دی به ځان د فيفا مشرۍ لپاره د مې مشرۍ ټاګنو سيالۍ ته کاندید کړي، چې دا به د دې ادارې د مشر په توګه د ده پنځم ځل وي.
خو دا چې ټاکنو ته د نوماندۍ وخت رالنډېږي، د دې ټولنې د غړو او مشرانو ترمنځ د دغې ادارې د راتلونکي او مشرتابه په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دی.
د انتخاباتو نوماندي اخري تاریخ ته پنځه اوونۍ پاتې دي.
تېره مياشت ښاغلي بلاتر مانيلا کې ويلي وو له هغو شپږ کنفدراسيونونو د پنخو ملاتړ لري، چې د فيفا اداره ترې جوړېږي.
بي بي سي سپورت ته رسېدلي خبرونه ښيي چې د نړیوالو کوربنۍ لپاره پر وړانديزونو د رايې ورکولو او پرېکړې چارو کې د درغليو په اړه بحثونه کېدای شي له همدې کبله راپورته شوي وي.
د دې پېښې له کبله مایکل ګارسيا تېره اوونۍ خپله استعفا وړاندې کړه او يې وويل د فيفا په عدلي نظام کې د ازادۍ کمی دی او دا کلتور نه سمېدونکی دی.
د فيفا کړيو کې دا پوښتنه راپورته کېږي که چېرې سيپ بلټر په مۍ ټاکنو کې د فيفا د مشرۍ لپاره ځان ونه نوموي نو د هغو پنځو کنفدراسيون له مشرنو به د يو ملاتړ وکړي، چې په ښکاره د ده تر شا ولاړ دي.
بل نوم چې د فيفا غړي يې د فيفيا د سرمنشي جېرومي واسکه تر څنګ د کانديانو په توګه يادوي شيخ سلمان دی، چې ښاغلی بلاتر یې کېدی د خپل شوني ځای ناستي په توګه ملاتړ وکړي.
د جنجال څلور کلونه
۲ ډسمبر ۲۰۱۰، روسيه او قطر به د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ نړيوالو لوبو کوربتوب کوي
۴ اکتوبر ۲۰۱۳ فيفا د ۲۰۲۲ په قطر کې د نړيوالو لوبو لپاره نوې نېټه
۱ جون ۲۰۱۴ د سنډې ټايمز ادعا: د فيفا مرستيال مشر محمد بن همام په قطر کې د نړيوالو لوبو کوربنۍ ملاتړ لپار د فيفيا چارواکو ته دری ميليون ډالر ورکړي
۱۳ نومبر فيفا د ۴۲ مخونو راپور خپور کړ چې د روسيې او قطر له فساد پرده پورته کوي
۱۹ ډسمبر ۲۰۱۴ فيفا ومنله چې راپور خپور کړي








