فيفا د بډو پر تور خپل مشران پوښتي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, الېکس کاپسټېک
- دنده, لندن
د نړيوال فوټبال اداره کوونکې موسسې – فيفا له خپلو جگپوړو مشرانو څخه د بډو په تړاو پلټنې پيل کړې دي.
د فيفا مشر سېپ بلاټر او د آسيايي فوټبال مشر محمد بن هامان دواړه په څيوريخ کې د فيفا اخلاقي کميسيون ته وړاندې شوي دي. ښاغلي بن هامان تور لگولى چې ښاغلي بلاټر پر دغو احتمالي بډو څوک نه دي خبر کړي.
ښاغلي هامان چې د فيفا د مشرتابه څوکۍ لپاره ټاکنو کې چې پر چارشنبه کېدونکي دي، د ښاغلي بلاټر يواځينى سيال و، اوس له دغې سيالۍ په شا شوى دى. هغه وويل غواړي چې په خاورو کې د فيفا د نامه د لړلو مخه ونيسي.
اخلاقي کميسيون خپلې لومړنۍ پلټنې د فيفا د يوه جگپوړي غړي له شکايت وروسته پيل کړې وې. داسې شواهد وړاندې شوې وو چې احتمالا" يې د محمد بن هامان له خوا له مقرراتو نه سرغړونه ښودله.
پر ده تور دى چې د چارشنبې ورځې د مشرتابه په ټاکنو کې يې د کارابين د فوټبال د اتحاديې چارواکو ته د رايو په بدل کې د بډو وړانديز کړى و. د فيفا د مشر يو مرستيال جک وارنر نوم هم په دې دوسيه کې راغلى دى.
سېپ بلاټر تر هغه وروسته انضباطي تحقيق ته وروغوښتل شو چې محمد بن هامان وويل د پيسو له دغه احتمالي وړانديز نه خبر و خو سترگې يې پرې پټې کړې وې.
پر اخلاقي کميسيون به چې مشري يې يو نامېبيايى قاضي کوي، فشار وي چې ژر يوه پرېکړه اعلان کړي. د مشر ټاکنې ته يوازې درې ورځې پاتې دي.




