فیفا د رایو خرڅولو تورونه پلټي

- Author, امان الله عمران
- دنده, لندن
د فوټبال نړيوال فدراسيون (FIFA) وايي د هغو داوو په اړه به پلټنه کوي چې د اجرايوي کمېټې دوو غړيو يې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو فوټبال نړيوالو اتلوليو د کوربنۍ په سياليو کې د خپلو رايو د پلور وړانديز کړی و.
د لندن (سنډې ټايمز) ورځپاڼې ليکلې د نيجريا (اموس ادامو) او د تاهيټي (رېنالډ تېماري) د ځينو خبريالانو سره چې ځانونه يې د امريکا کوربنۍ خونديتوب فعالان ښووليوو، د جوړجاړي خبرو ته چمتو وو.
(سنډې ټايمز) وايي ښاغلي اډامو د (۸۰۰) زره ډالرو
غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې ښاغلي ټېماري د سپورټ يوې اکاډمۍ لپاره پيسې غوښتې.
د (فوټوبال نړيوال فدراسيون Fifa) دوو چارواکيو وړانديز کړی چې د (۲۰۱۸) کال فوټبال نړيوالو اتلوليو د کوربنۍ ګټلو په سيالۍ کې خپلې رايې وپلوري.
د برتانيا د (سنډې ټايمز) ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي چې دوی يو وېډيو هم لري چې د نيجريا (اموس ادامو)، چې د فيفا د اجرايوي کمېټې غړی دی، په دغه وېډيو کې ښکاري چې د خپلې رايې په مقابل کې د (۵۰۰) زره ډالرو غوښتنه کوي.
دا په بشپړ ډول د فيفا د قانون پر ضد ده. (سنډې ټايمز) وايي چې د (اوقيانوسيه) سيمې د فوټبال فدراسيون مشر (رېنالډ ټېماري) د خپلې رايې په مقابل کې د سپورټ يوې اکاډمۍ لپاره پيسې غوښتې دي.
د (۲۰۱۸) کال فوټبال اتلوليو د کوربنۍ ګټلو لپاره (انګلستان، روسيه) او ګډې کوربنۍ سره (اسپانيا او پورټګال)، او دغه راز (هالنډ او بلژيک) سره سيالي کوي.
د فيفا د (۲۴) غړيو دغه پياوړې کمېټه به د راتلونکي دسمبر په (۲) مه پرېکړه کوي چې څوک به د (۲۰۱۸) او هم (۲۰۲۲) کلونو کوربنی کوي.

په يوه وېډيو کې چې د (سنډې ټايمز) ورځپاڼې پټو خبريالانو اخيستې ده، نيجريايی (ادامو) په کې ښودل کېږی چې د کوربنۍ لپاره د رايې ورکولو لپاره د پيسو د ورکړې غوښتنه کوي.
دغو خبريالانو ځانونه د امريکا لپاره د کوربنۍ ګټولو پلويان ښوولي وو.
امريکا د (۲۰۱۸) کال کوربنۍ ګتلو له سالۍ ووتله او پر ځای يې خپل پام د (۲۰۲۲) کال فوټبال کوربنۍ ګټلو راغونډ کړی دی.
فيفا تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه کوم ځواب نه دی ويلی.
انګلستان بيا خپل پام د (۲۰۱۸) فوټبال اتلوليو کوربنۍ ته ځانګړی کړی. د فيفا قانون دې ته اجازه نه ورکوی چې د فوټبال نړيوالې اتلولۍ دوه پرله پسې دورې دې په يوه لويه وچه کې ترسره شي.








