د ۲۰۱۵ نړیوال جام لپاره افغان کریکټ لوبډله اعلان شوه

د عکس سرچینه،
د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د ۲۰۱۵ کال د کریکټ نړیوال جام سیالیو لپاره یې ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې ده. ټاکل شوې، چې دغه لوبغاړي به په عربي متحدو اماراتو کې د سکاټلنډ او آیرلنډ پر وړاندې او د ۲۰۱۵ کال د اسټرالیا او نوي زیلنډ نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
د افغانستان د کریکټ بورډ د ۲۰۱۵ کال د کریکټ نړیوال جام سیالیو لپاره خپله پنځلس کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.
کریکټ بورډ وايي، دغه لوبډله یې د لوبغاړو د وروستیو او اوږدمهاله وړتیاوو او تخنیکي اړخونو په پام کې نیولو سره ټاکلې ده.
په پام کې ده، چې نوې ټاکل شوې لوبډله به په متحده عربي امارات کې د سکاټلنډ او آیرلنډ پروړاندې او د ۲۰۱۵ د نړیوال جام سیالیو کې، چې په استرالیا او نوي زیلنډ کې جوړېږي، برخه واخلي.
د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړلوال جام لپاره افغان لوبډله:
د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز رسنیو ته وویل، دغه لوبډله تر اوږدو بحثونو او بشپړې ارزونې وروسته ټاکل شوې ده.
دی وايي، چې د ټاکلو په لړ کې یې د هر لوبغاړي وړتیاوې ارزولې او ټولو اړخونو ته یې پام کړی دی.
لوبډله به څلور تنه احتیاطي لوبغاړي هم له ځان سره ولري. چې د شرف الدین اشرف، حشمت شهیدي، شفیق الله شفق او عزت الله دولتزي نومونه پکې دي.
کریکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، کوم لوبغاړي چې د ټاکنیزې کمېټې له خوا نه دي غوره شوي، لامل یې دا دی چې له معیارونو سره برابر نه وو.
په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې شهزاد، شفق، حمزه هوتک او شهیدي نه دي شامل شوي.

د عکس سرچینه،








