د افغانستان کرېکټ بورډ کې نوې ټاکنې

ښاغلي دانش وویل کرېکټ بورډ کې تغیرات د ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت پر بنسټ راوستل شوي دي.
د عکس تشریح، ښاغلي دانش وویل کرېکټ بورډ کې تغیرات د ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت پر بنسټ راوستل شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نسیم الله دانش د نوي عمومي ریس او شفیق الله ستانکزی د نوي اجرایوي ریس په توګه ټاکل شوي دي.

دغه پرېکړې داسې مهال کېږي چې د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو ته یوزاې دوه میاشتې پاتې دي.

نوي عمومي ریس نسیم الله دانش وویل چې د کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي یا سیلیکشن، تخنیکي او اجرایوي کمېټې منحل شوي دي او ډېر ژر به نوې کمېټې وټاکل شي.

د بي بي سي پښتو ویبپاڼې د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړیوال جام سیالیو ته نږدې دغه پرېکړې به پر لوبډله څومره اغېزه ولري، نوموړي وویل:

"نړیوال جام سیالیو ته د لوبغاړو ابتدايي ۳۰ کسیزه ډله لا له وړاندې معرفي شوې ده او د کرېکټ بورډ نوې اداره ښايي په کې ډېر تغیرات را نه ولي، ځکه نو کرېکټ بورډ کې راغلي بدلونونه به پر لوبډله اغېزه و نه لري".

نوموړي زیاته کړه چې کرېکټ بورډ کې تغیرات د ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت پر بنسټ راوستل شوي دي.

ښاغلي دانش وویل په کرېکټ بورډ کې د نویو چارواکو ټاکنه د ازاد رقابت له لارې د وړتیا او برنامو پر بنسټ شوې او خپله ولسمشر غني له دوی ازموینې اخیستې دي.

نوموړي زیاته کړه چې نړیوال جام سیالیو ته په پام سره به د غوراوي نوې کمېټه ډېر ژر وټاکل شي.

د خبري ناستې پر مهال پخواني عمومي ریس شهزاده مسعود نویو ټاکل شویو چارواکو ته مبارکي وویله او د دوی د بریالیتوب هیله یې څرګنده کړه.

د کرېکټ بورډ نوي عمومي ریس نسیم الله دانش د پخوانیو چارواکو فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او ویې ویل چې نوې اداره به په ډېر تدبیر خپل کارونه مخ ته وړي.

نوموړي کرېکټ بورډ لپاره د لس کلنې ستراتېژۍ جوړول د خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وباله.

ده همدا راز وویل چې د پلانونو بشپړ وضاحت به ډیر ژر په یوې بلې خبري ناسته کې له رسنیو سره شریک کړي.

ښاغلي دانش زیاته کړه: "موږ به د ملي لوبډلې پیاوړتیا او په نړیوال جام سیالیو کې د ښو پایلو لپاره هر ډول عملي تدابیر نیسو".