کرېکټ: افغانستان پاکستان ته لویه ماتې ورکړه

د افغانستان الف او پاکستان الف کرېکټ لوبډلو تر منځ په ۱۵ اوره لوبه کې د افغانستان الف لوبډلې د پاکستان الف لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه.
د پاکستان لوبډله کې تر نیمایي زیات هغه لوبغاړي و چې تر دې وړاندې د پاکستان په ملي لوبډله کې لوبېدلي و او خورا ډېره نړیواله تجربه یې لرله.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکلو ۱۵ اورونو کې ۱۵۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
افغانستان له پیله خورا تېزه لوبه شروع کړه.
په لومړیو دریو اورونو کې یې ۳۲ منډې کړې وې خو تر هغې وروسته یې د پیل دوه لوبغاړي پرله پسې وسوځېدل.
د لوبې په نیمايي کې محمد نبي او نجیب الله ځدران ښکلې لوبه وکړه.
محمد نبي تر ۱۵ منډو جوړولو وروسته وسوځېد خو نجیب الله ځدران تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.
نجیب ځدران په ۳۲ توپونو ۶۰ منډې وکړې چې څلور شپږیزې په کې شاملې وې.
د پاکستان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د لوبې پیل ښه نه و او په لومړي توپ یې لومړی لوبغاړی وسوځېد.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې محمد نبي، افتاب عالم او ګلبدین نایب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان په لوبډله کې د عمرګل، شعیب مقصود، رضا حسن او انور علي په ګډون تر نیمایي زیات هغه لوبغاړي و چې تر دې وړاندې د پاکستان په ملي لوبډله کې لوبېدلي و او خورا ډېره نړیواله تجربه یې لرله.
د لوبې لیدو ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم ورغلي و.








