کرېکټ: افغانستان سعودي عرب ته هم لویه ماته ورکړه

د کرېکټ د نولسو کلنو ځوانانو د اسیايي غوره جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن سعودي عربستان ته په ۲۷۷ منډو ماتې ورکړه او پرله پسې درېیمه لوبه یې هم وګټله.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې درېیم بری دی.
په نننۍ سیالي کې د پام وړ لوبه د افغانستان د تېز توپ اچوونکي نوین الحق وه.
نوموړي ۶ لوبغاړي وسوځول او په ښکلې توپ اچونه یې د سعودي عربستان توپ وهونکي له ستونزو سره مخ کړي و.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بیټېنګ وکړ.
افغانستان په ۴۷م اوور کې په ۳۲۶ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د افغانستان له لوري طارق ستانکزي تر ټولو ډیرې ۶۷ منډې وکړې.
پر هغه سربېره شاهد الله، راشد خان او شفق هم ښه لوبه وکړه.
د ۳۲۷ منډو هدف د سعودي عربستان لپاره له لویه سره خورا ګران هدف و.
د هدف په تعقیب کې یې لوبډله له پیله له مشکلاتو سره مخ وه.
د دوی ټوله لوبډله په ۲۱م اوور کې په ۴۹ منډو وسوځېده.
پنځه لوبغاړي يې په صفر وسوځېدل.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې درېیم بری دی.
دوی تر دې وړاندې له مالېزیا او متحده عربي اماراتو هم لوبې ګټلې دي.








