
راشد لطيف په دې باور دى چې تنکي افغان لوبغاړي مستعد کسان دي
د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې روزونکى او د پاکستان مخکينى کپتان راشد لطيف وايي افغانان په دې لوبه کې ښه راتلونکى لري .
راشد لطيف چې په کراچۍ کې له رسنيو سره خبرې کولې وويل چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو او د الف لوبډله داسې ستوري لري چې د ملي لوبډلې لپاره تر ډيرو پورې ښه لوبغاړي چمتو کولى شي .
د افغانستان د ١٩ کلنو کريکټ ملي لوبډلې په کراچۍ کې د پاکستان له بيلال بيلو لوبډلو سره لوبې وکړې چې يوازې په يوې کې له ماتې سره مخامخ شو او نورې يې وگټلې .
کراچۍ مېشتى راشد لطيف وايي د ١٩ کلنو لوبغاړو لوبې ته په پام سره داډه شوى دى چې دغه لوبه په افغانستان کې ښه راتلونکى لري .
راشد لطيف زياته کړه د افغانستان يوازينۍ ستونزه د لوبغاليو او کريکټ اکادميو نشتوالى دى .
د افغانستان د ١٩ کلنو کريکټ لوبډله له کراچۍ بنکاک ته تلونکې ده .
کلېکاږل د کريکټ په باب او پر نورو مسايلو خپل نظر د دې ځاى په کېکاږلو موندلى شئ
په بنکاک کې به افغان تنکۍ لوبډله له نهو نورو هيوادونو سره سيالي کوي .
د هغو سياليو له ډلې به دوه هيوادونه چې پايلوبې ته رسيدلي وي د ١٩ کلنو د نړيوالو اتلوليو د غوراويي پړاو ته رسيږي .
د اسيا د غوراوي په پړاو کې افغانستان په بي گروپ کې دى چې ورسره نيپال ، متحد عرب امارات ، عمان او تايلنډ برخه لري .
افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د فبروري په لومړنۍ نېټه ( سه شنبه ) له تايلنډ سره کوي .
خو په دغه گروپ کې نيپال او متحد عرب امارات ښايي تر ټولو لوى سرخوږى افغانانو ته جوړ کړي .
د متحدو عربو امارتو ١٩ کلنې لوبډلې په تيرو څو ورځو کې د افغانستان له الف لوبډلې سره په شارجې کې دوه لوبې وکړې .
هغه دواړه لوبې افغان الف لوبډلې وگټلې خو د دوى لوبه هم د پام وړ وه .
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي























