کریکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ولاړه

د افغانستان کریکټ بورډ وايي د کریکټ ملي لوبډله د کریکټ سیالیو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړه. دوی به هلته پنځه لوبې کوي، چې درې یې ۲۰ اووریزې او ۲ یوه ورځنۍ دي.
کریکټ بورډ لیکلي، که څه هم د متحده عربي اماراتو کریکټ بورډ ویلي وو چې لوبډله به یې دوه ورځنۍ لوبې کوي، خو د مهال وېش له مخې به یوه ورځنۍ لوبه کوي.
د افغانستان په الف لوبډله کې دغه لوبغاړي لوبه کوي:
فضل رحیم نیازی (کپتان)، اول خان، نجیب ترکی، شکور ذکي، علي بهزاد، رحمت شاه، شیر خان، عبد العادل، عمران خان، نصرت قریشي، لعل خان، نسیم خان، عبید کونړی او خوشال خان.
د لوبډلې روزونکی تاج ملوک عالم ټاکل شوی، چې ظفرزی یې مدیریت او ډاکټر عبدالمنان یې روغتيايي چارې پرمخ وړي.
سیدالرحمن هم له دې لوبډلې سره د مرستیال روزونکي په توګه ملګری دی.
الف کریکټ ملي به د فبروريۍ په لومړۍ نېټه له اماراتو بېته هېواد ته ستنېږي.




