کرېکټ: افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووت

د چين په ګوانجو کې د اسيايي لوبو په بهير کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې په نيمه پاى لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه او ځان يې پايلوبې ته ويوست.
په چين کې د افغانستان کې د کرېکټ د ملي لوبډلې سمبالوونکی نظيم جار عبدالرحيمزي بي بي سي وويل (( پچه پاکستان وګټله خو لومړى يې افغانستان ته د بيټنګ بلنه ورکړه.))
ښاغلي عبدالرحيمزي وويل ، افغان لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٥ وکړې او پاکستان ته يې ١٢٦ منډې هدف وټاکه.
هغه زياته کړه افغان توپ وهونکو په پيل کې ښه لوبه وکړه، خو وروسته يو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.
د نوموړي په وينا د پاکستان لوبډلې دغه هدف ته و نه رسېدل او په ٢٠ اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٣ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دغه لوبه د ٢٢ منډو په توپير وګټله.
ددغې لوبې په ګټلو سره افغانستان د روانو سياليو پاى لوبې ته ووت.
افغانستان تېره ورځ هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.
نږدې دوه اونۍ مخکې د چين په ګوانجو ښا رکې اسيايي لوبې پيل شوې او د لومړي ځل لپاره کرېکټ هم پکې شامل شوی دی.








