
پخواني لوبغاړي وايي نسيم الله دانش بايد په بورډ کې له نورو کارکوونکو کار وغواړي او د کار په برخه کې ترې سوال ځواب وکړي خو دا موقع هم ورکړي چې خپل صلاحيت او وړتيا وښيي .
د افغانستان د کريکټ بورډ له خوا د اداري مسوول څوکۍ په موقتي ډول يوۀ ملي سوداگر نسيم الله دانش ته سپارل شوې ده .
د افغانستان د کريکټ بورډ له څو اوونيز ځنډ وروسته خپل نوى اداري مسوول وټاکۀ .
په کابل کې د کريکټ بورډ يوې غونډې ته د ماليې وزير او د کريکټ بورد مشر ډاکټر عمر زاخيلوال وويل چې نسيم الله دانش به په موقتي ډول د دغۀ بورډ اداري مسوول وي .
ويل شوي چې ښاغلى دانش به درې مياشتې وخت لري چې خپله وړتيا وښيي .
که چيرې په درو مياشتو کې د نسيم الله دانش کار د قناعت وړ و نو دا دنده به د اوږدۀ مهال لپاره ورسپارل کيږي .
نسيم الله دانش د خوست ولايت اوسيدونکى دى .
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
دۀ پخوا يوازې د کلب تر کچې کريکټ لوبه کړې او تر ډيره ځايه د دغې لوبې مينه وال دى .
په خپلو لومړنيو غبرگونونو کې د ملي لوبډلې دوو پخوانيو لوبغاړو دولت احمدزي او ريس احمدزي د ښاغلي دانش پر ټاکلو خوښي وښوده .
په کريکټ بورډ کې د کورني کريکټ د ودې د چارو مسوول دولت احمدزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې نسيم الله دانش زړۀ سواند او ښه سړى دى او له دې لوبې سره مينه لري .
د کريکټ بورډ نوى اداري مسوول بايد کار اهل کار ته وسپاري او خپله يې يوازې او يوازې څارنه وکړي
زلمى لودين له اروپا
دولت احمدزي هيله وښوده چې د پخوانيو اداري مسوولانو خلاف به نسيم الله دانش په بورډ کې هر چا ته د خپلې دندې د ترسره کولو موفع ورکړي .
د افغانستان پخواني تيز بالر دولت احمدزي وويل چې پخوانيو اداري مسوولانو يوازې د خپل زړۀ کار کاوۀ او نورو چارواکو ته يې موقع نه ورکوله چې له خپل وس سره سم کار وکړي .
د ملي لوبډلې يوۀ مخکيني کپتان ريس احمدزي هم دې ته ورته خبره وکړه او بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته يې وويل چې نوى اداري مسوول بايد د بورډ نور کارکوونکي پريږدي چې خپله کار وکړي .
ريس احمدزي وويل نسيم الله دانش بايد په بورډ کې له نورو کارکوونکو کار وغواړي او د کار په برخه کې ترې سوال ځواب وکړي خو دا موقع هم ورکړي چې خپل صلاحيت او وړتيا وښيي .
نسيم الله دانش تر هغه وروسته وټاکل شو چې د کريکټ بورډ مخکينى اداري مسوول ډاکټر حامد شينوارى ظاهرآ د لوړو زده کړو په هيله له خپلې دندې ووت .
ستاسو نظر
محمد ناصر منصور، لوگر
ښکاره ده افغان کرېکېټ لوبډله ډېره پياوړې ده او د دې لپاره بايد همداسی يوه غښتلې اداره جوړه شي چې زموږ ملي لوبډله په ښه توګه سمبال او نوره هم پياوړې کړي.
جمال، نامعلوم ځای
د اندېښنې خبره ده، چې افغان کرکېټ بورډ نسيم الله د افغان کرېکېټ لوبډلې د لنډمهالي مدير په توګه ټاکلی دی. اداري مشر بايد په کرېکېټ کې د سيالۍ وړ او د تجربې لرونکی وي. څومره چې زه نسيم الله پېژنم د دې دندې وړتيا نه لري.
کرېکټ بورډ بايد د ښاغلي نسيم الله پر ځای يو سيال، ژمن، مخلص او تجربه لورنکی کس غوره کړی وی.
انور، خوست
مونږ د دانش په ټاکنه زيات خوشحاله يوو، هيله مند يم په خپله ځوانه انرژۍ سره وکولی شي چې د ملي فکر په بنسټ ريښتونی چوپړ وکړي.
مومند، لوګر
هيله لرو ښاغلی دانش د کرکټ لوبغاړيو تر منځ اعتماد نور هم ټينګ کړي او تر خپله وسه د لوبغاړيو لپاره د لوبو ډګرونو اړتياوې پوره کړي.
مسعود غورځنګ، خوست
زه يې هم بريا غواړم او هيله لرم چی نوموړی کورني کرېکېټ ته ډېره پاملرنه وکړي او د کرېکېټ د سټېديمونو (لوبغاليو) جوړولو او کورنيو سياليو او ملي لوبډلې ته نړيوال کرېکېټ کې د بشپړ غړيتوب لرونکيو هېوداونو سره د سياليو برابرولو کې ډېرې هلې ځلې وكړي.
محب الله صابری، جلال آباد
هيله لرم کرکټ ته په واقعي ډول خدمت وکړی. څرنګه چې د دوی دنده په اداره کې سمون، کار اهل د کار ته سپارلو ملاتړ او دغې دندې ته د تجارت په سترګه نه کتل دي موږ ورته د الله تعالی د درباره برياليتوب او سرلوړی غواړو.
عبدالغني امين، کابل
له ښاغلي دانش څخه مې هيله دا ده چې د کرکټ اداره کې له خورا بې پرېتوب، ريښتينولۍ او انصاف څخه کار واخلي او ټول ملي ارزښتونه په پام کې ونيسې.
هسې نه خدای مه کړه ملي لوبډلې ته چې دا مهال په خورا ښه او مخ په ډېرېدونکي ډول ځلېدونکي حالت کې ده، زيان ورسېږي.
محمد جمال آريوبي، کابل
نوی ټاكل شوى مشر دې هڅه او زيار وباسي چې كركټ له اوسنيو ناندريو وباسي. پاكه اداره دې جوړه كړي او دندې دې كار وړ خلكو ته وسپاري. نړيوالو سياليو ته دې وړ لوبغاړي غوره كړي او له فساده دې اداره پاكه كړي. ان شاالله بيا به په خپلو كارونو كې بريالی وي.
صالح خان، فرانکفورټ، جرمني
دی دې کورني کرېکېټ ته ډېر پام وکړي، او نوي هلکان (لوبغاړي) دې پيدا کړي، تل به دغه (اوسني) لوبغاړی نه وي. بل دې په خپله اداره کې اتفاق پيدا کړي. په کور دننه دې سيالۍ جوړې کړي، او ښه لوبغاړي دې ترې غوره کړي.
عبـــــــــدالــصمد صــمدى، پـېښـــــــــــور
موږ به سترګې په لار يو چې دی کار وکړي او وطن ته خدمت وکړي. خو داسې نه وې چي دی هم نورو کسانو غوندې په واسطو باندې کار شروع کړي او څوک چې ورسره پېژني هغه راولي او څوک چې ورسره نه پېژني هر څومره چې تکړه هم وي ميدان ته نه شي راوتلى.
نور خو له نورو ملکونو هم شرم دی چي هر وخت يو نوى اداري مسول راځي، هغه هم چي راشي يوازې خپل جيب په کې ډک کړي، نور د وطن غم ورسره نوي.
احسان الله ضيا له پېښور پښتونخوا څخه
له ښاغلي دانش څخه دا هيله لرم چې دوى به د ځان پر ځاى نورو ته کار وکړي .
ضيا له پښتونخوا
په دې هيله يم چې ښاغلى دانش به افغان کريکټ او لوبډلې ته ډير څه وکړي . موږ تل ليدلي چې زموږ مشران چې کله پر يوې څوکۍ کښېني نو خپلو خپلوانو او ځانته کار کوي خو له ښاغلي دانش څخه دا هيله لرم چې دوى به د ځان پر ځاى نورو ته کار وکړي .
محمد اقرار له ناروې
تر ټولو اول خو د بورډ د غړو تر منځ د اتحاد فضا رامنځ کړي - بل د کورني کريکټ پرمختګ لپاره بايد زيات کار وکړي فکر نه کوم که دا ټورنمټونه جوړول دومره فایدمن وي تر څو چې موږ قوي کورنى سيسټم ونه لرو، بل دوى تر اوسه په دې نه دي کامياب شوي چې د بورډ لپاره يو ويب سايټ جوړ کړي بايد موږ ويب سايټ ولرو۰ تر څو موږ د لوبغاړو په انتخاب پوه شو چې څوک څومره د استعداد له لاري انتخابيږي .
اسدالله ځاځى له هند څخه
کورنى کريکټ بايد پياوړي شي ، په هيواد کې دننه د کريکټ لوبغالي جوړ شي او د لوبغاړو ستونزې حل کړي .
زلمى لودين له اروپا
د کريکټ بورډ نوى اداري مسوول بايد کار اهل کار ته وسپاري او خپله يې يوازې او يوازې څارنه وکړي . د پخواني مشر په څير دې داسې نه کوي چې په يوه لوبه کې څوک ونه ځليږي نو له کپتانۍ يې لري کړي . دغه راز د نويو لوبغاړو جرئت او اعتماد دې نه خرابوي ، په تيرو وختونو کې شل مثالونه شته چې يو لوبغاړى له ټيم نه وايستل شي ، دليل يې روښانه نه وي بيا راوستل شي او بيا لاړ شي او يو بل که ښه وي که بد تل لوبه کوي . په تيرو وختونو کې له شبير احمد نوري ، جاويد احمدي ، ايمل وفا ، عزت الله دولتزي ، مراد علي ، کونړى ، نجيب ځدراڼ او نورو لوبغاړو سره ډير زياتى شوى دى ، اوسنى اداري مشر دې هڅه وکړي چې دغه شان چارې تکرار نه شي .
ستاسو په گومان نوى اداري مسوول بايد کومو برخو ته ډير پام وکړي ؟
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
























