کريکټ بورډ: د راشد لطيف استعفى مو هم منله

د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکي وايي د منډو لپاره ځانگړي روزونکي راشد لطيف هم استعفى وړاندې کړې او دوى ورسره منلې ده .
د راشد لطيف استعفى تر هغې څو ورځې وروسته اعلانيږي چې کريکټ بورډ د کبير خان د استعفى يادونه وکړه .
کبير خان وايي دۀ استعفى نه ده کړې بلکې کريکټ بورډ غواړي چې دى کار ونه کړي .
د کبير خان د ادعا شوې استعفى پر وخت راشد لطيف بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ويلي و چې اوس دى هم د خپلې دندې په باب فکر کوي .
د افغانستان کريکټ بورډ د راشد لطيف له لورې د يوۀ برېښناليک يادونه کوي چې پکې د ډيرو امتيازونو غوښتنه شوې ده .
راشد لطيف وايي دى د افغانستان له کريکټ بورډ سره همکارۍ ته په دې چمتو شوى و چې کبير خان هلته کار کاوۀ .
اوس چې کبير خان نشته دى د دۀ په وينا د دوستۍ له مخې کار نۀ کوي بلکې هغه شرايط بايد ورسره ومنل شي چې نړيوال روزونکي سره په ټوله نړۍ کې منل کيږي .
که څه هم راشد لطيف د هغو شرايطو يادونه نه کوي چې د دۀ په وينا يې نړيوال روزونکي لري خو افغان کريکټ بورډ يې سپيناوى کړى دى .
د کريکټ بورډ د چارواکو په وينا راشد لطيف له نورو امتيازونو ور هاخوا مياشتى معاش هم يو په دوه ډير غوښت .
د کريکټ لوبې کارپوهان او مينه وال ويره لري چې د کبير خان او راشد لطيف نشتوالى په داسې وخت کې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره شايد ښه ثابت نه شي چې دا لوبډله لا پوره غوړيدلې نه ده .
کريکټ بورډ وايي د کريکټ له نړيوالې شورا يې غوښتي يې د نوي روزونکي په موندلو کې ورسره مرسته وکړي .








