کريکټ : د افغان ملي لوبډلې مرستيال روزونکي دنده پرېښوده

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته ويلي چې د چارشنبه په ورځ ( د مۍ ١٩ ) يې له خپلې دندې استعفى وکړې ده .
تاج ملوک د افغانستان د کريکټ بورډ او د ملي لوبډلې د روزونکي له کاره ناخوښي وښووله او ادعا يې وکړه چې د کريکټ لوبې د غوړيدا لپاره څه نه کيږي .
تاج ملوک چې تر مرستيالۍ وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکى و وايي د کريکټ بورډ لوبغاړو ته له ژمنو سره سم پيسې نه دي ورکړي .
د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکو له خولې ويل شوي چې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو له بشپړيدا او هيواد ته د لوبغاړو له ستنيدا وروسته لوبغاړو ته څه پيسې ورکړل شوي دي .
تاج ملوک وايي په شل اوريزو اتلوليو کې د لوبغاړو لوبه بايد وڅيړل شي او وکتل شي چې ولې د دۀ په وينا افغان لوبغاړو لا ډيره ښه لوبه ونه کړه .
تاج ملوک په دې هم ناخوښي ښووله چې د نولس کلنو لوبغاړو لوبډله سمه نه وه ټاکل شوې که نه نو د دۀ په وينا هغوى هم بايد په نړيوالو اتلوليو کې ښه لوبه کړې واى .
تاج ملوک وايي د شل اوريزو اتلوليو لپاره د لوبډلې په انتخاب او وروسته د پلان په برخه کې له دۀ چا پوښتنه نه ده کړې .
د ٢٠٠٨ کال د اگست په مياشت کې تاج ملوک د ملي لوبډلې د روزونکي دنده پرېښوده او له ډير وخت وروسته بيرته ملي لوبډلې ته د روزونکي د مرستيال په توگه راغلى و .
تاج ملوک دا ونه ويل چې اوس به څه کوي خو د دۀ ورور او د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى هستي گل په ننگرهار کې د کريکټ خصوصي اکاډمي لري چې د ځينو رپوټونو پر بنسټ دى هم ورسره کله نا کله مرسته کوي .








