کريکټ بورډ د تاج ملوک استعفى ومنله او نورې ټاکنې يې وکړې

ايمل شينوارى
د عکس تشریح، ډاکټر ايمل شينوارى هيله من دى چې نوې ټاکنې به گټورې وي

دوه اوونۍ وړاندې چې تاج ملوک د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د خپلې استعفى خبر ورکړ د کريکټ لوبې مينه والو لا هم هيله لرله چې کريکټ بورډ به دا پريکړه ونه مني .

اوس د بورډ لوړ پوړي چارواکي ډاکټر ايمل شينواري بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په ډاگه کړه چې د تاج ملوک استعفى منل شوې او پر ځاى به يې د اوس لپاره څوک نه گماري .

د دې دليل روښانه نه دى چې ولې د مرستيال روزونکي پر ځاى څوک نه ټاکل کيږي.

داسې گنگوسې دي چې ښايي کريکټ بورډ د مرستيال روزونکي پر ځاى د يوۀ مسلکي بيټينگ کوچ موقعتي يا دايمي گمارنه غوره بللې وي .

يو وړانديز دا دى چې د بهرنيو هيوادونو کوم مخکينى منډه جوړونکى په هغو اوونيو کې له افغان لوبډلې او روزونکي کبير خان سره واوسي چې مهمو سياليو ته چمتووالى کوي .

بل وړانديز دا دى چې دغه کس د مرستيال روزونکي په توگه دايمي له کبير خان سره واوسي .

که څه هم په دې باب نور سپيناوى د اوس لپاره ممکن نه و خو ډاکټر ايمل شينواري بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې په کريکټ بورډ کې ځينې نورې ټاکنې شوې دي .

نورې ټاکنې

د کريکټ بورډ دغه لوړ پوړي چارواکي وويل چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ټاکنې يا سليکشن لپاره يې حميد شينوارى گمارلى دى .

د سليکشن کمېټه به گڼ کسيزه وي چې پکې به روزونکى کبير خان هم رول لري .

حميد شينوارى چې د ښاغلي ايمل شينواري په وينا د کريکټ لوبې پخوانى لوبغاړى دى، تر ډيره ناپېژندل شوې څيره ده .

دۀ د افغانستان د ملي لوبډلې له خوا او يا هم د ځوانانو او زلمو په لوبډلو کې لوبه نه ده کړې او په دې توگه د نړيوالو لوبو تجربه نه لري .

خو ډاکټر ايمل شينوارى وايي چې حميد شينوارى په خپل کار پوه او وړ کس دى او يو وخت يې په پېښور کې د کلب د کچې لوبه کړې ده .

ايمل شينواري دا هم وويل چې حميد شينواري پخوا د ١٩ کلنو د لوبډلې په انتخاب کې ونډه لرله .

د ١٩ کلنو لوبډله چې په نيوزيلنډ کې يې په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخيستې وه د ډيرو له خوا کمزورې بلل شوې وه .

خو ډاکټر ايمل شينوارى وايي چې که څه هم د هغې لوبډلې په انتخاب کې د حميد شينواري لاس و خو وروسته نورو کسانو پکې د دۀ په وينا لاسوهنه کړې وه .

خپله حميد شينواري په دې برخه کې د خپل نوم د روښانولو لپاره رسنيو ته کله څه نه و ويلي .

د کريکټ بورډ په نورو ټاکنو کې نظيم جار د کورني کريکټ د پرمختيا کمېټې مشر ټاکل شوى دى .

ښاغلي جار که څه هم په کريکټ لوبې ليکنې کړي دي خو د دوى د لوبې او د لوبو په برخه کې يې د تجربې مساله روښانه نه ده .

ډاکټر ايمل شينواري بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې دوى د مالي چارو د مسووليت لپاره او دغه راز د کريکټ بورډ د ويبپاڼې د چلولو لپاره تخنيکي کس ته اړتيا لري او د مناسبو کسانو د گمارنې هوډ يې کړى دى .