د افغان کريکت بورد اداري مشر دنده پرېښوده

حامد شینواری
د عکس تشریح، ډاکټر حامد شينواري وويل دى په استراليا کې د روغتيايي اقتصاد په برخه کې د پي ايچ ډي يا دوکتورا لپاره زده کړې کوي او په همدې دليل يې دنده پراېښې ده .

په تيرو نژدې دوو کلونو کې د افغان کريکټ بورډ د اداري مشر څوکۍ څو ځلې لاس په لاس شوه .

داسې گنکوسې وې چې لوبغاړي له پخوانيو اداري مشرانو خوښ نه و .

خو د هر کس له ليرې کيدا وروسته رښتينى دليل روښانه نه شو .

د کريکټ بورډ د وروستي اداري مشر ډاکټر حامد شينواري په برخه کې ويل شوي چې د شخصي دلايلو له امله دا دنده پريږدي .

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ښاغلي حامد شينواري وويل چې د لوړو زده کړو په هيله يې دنده پراېښې ده .

ډاکټر حامد شينواري وويل دى په استراليا کې د روغتيايي اقتصاد په برخه کې د پي ايچ ډي يا دوکتورا لپاره زده کړې کوي او په همدې دليل يې دنده پراېښې ده .

د ښاغلي حامد شينواري د استعفى دا خبر تر هغه څو ورځې وروسته خپريږي چې د دوى په مشرۍ افغان لوبغاړو له ولسمشر حامد کرزي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وليدل .

د هغې ليدنې ځينو برخه والو بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته که څه هم پوره تفصيل ونه وايۀ خو په ډاگه يې کړه چې لوبغاړو له ادارې سرټکولى و .

سفارشونه

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ډاکټر حامد شينواري له خپلو لاسته راوړنو خوښي وښوودله خو ويې ويل چې د کار په ترڅ کې له سياستوالو او د ملي شورا د غړو له مداخلې پکو شوى و .

دۀ وويل چې د لوبډلو د انتخاب په ترڅ کې به د ولسي جرگې اومشرانو جرگې وکيلانو سپارښتنې او سفارشونه ورته کول .

د کريکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې ډاکټر حامد شينواري په خپل لنډ کاري پېر کې گڼې لاسته راوړنې لرلې .

د دوى په وينا په همدغه موده کې د ادارې د جوړولو ، د کورني کريکټ بنسټ ، د الف لوبډلې ترتيب ، په ښوونځيو کې د کريکټ د سياليو پيل او ځينې نور کارونه ترسره شول .

افغان کريکټ بورډ تر اوسه د نوي اداري مشر د ټاکنې په باب څه نه دي ويلي .

ځينې په دې باور دي چې ښايي پخواني کريکټ لوبغاړي دا دنده تر نورو ښه ترسره کړي .

د ملي لوبډلې ځينې مخکيني لوبغاړي ، احمد شاه ، دولت احمدزى ، هستي گل عابد او ريس احمدزى هغه کسان دي چې د دې لوبې ډيره تجربه لري خو کريکټ بورډ په تيرو وختونو کې پخوانيو لوبغاړو ته دغه دنده نه ده سپارلې .