د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې د لويو وچو د سياليو يا اينترکانتيننتل کپ په پايلوبه کې سکاتلند ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه .
دغه اتلولي په دوبۍ کې ترسره شوه .
بي بي سي پښتو ويبپاڼه د افغانستان د کريکټ بورډ په منندويي له دوبۍ د اتلولۍ له جام سره د افغان لوبغاړو اخيستل شوي عکسونه وړاندې کوي .
افغان اتله لوبډله ، لطفآ عکس کېکاږئ چې بشپړ البوم وگورئ
کپتان نوروز منگل د اتلولۍ يو بل جام پورته کړ ، د نوروز منگل په کپتانۍ افغان لوبډلې په تيرو څو کلونو کې گڼې اتلولۍ خپلې کړي دي او دغه ځوان لوبغاړى د افغانستان تر ټولو بريالى کپتان دى .
سميع الله شينوارى د افغانستان د ملي لوبډلې نه بېليدونکى غړى دى ، د ليگ سپين دغه تکړه بالر ته ځينې د استراليايي اتل لوبغاړي شېين وان لقب ورکوي ، له هغه به ډير ليرې وي خو په سم لورې روان دى او په پايلوبه کې يې لوبه د پام وړ وه .
د کندز دغه زلمى لوبغاړى په دې وروستيو کې يو له هغو لوبغاړو دى چې افغان لوبډلې ته يې د گڼو لوبو د گټلو بنسټ ايښى دى ، په پايلوبه کې هم ميرويس اشرف خروټي شپږ لوبغاړي وسوځول .
مرستيال کپتان کريم صادق د ملي لوبډلې د منډو پيل کوي ، کريم صادق يو له ښو او تجربه لرونکو لوبغاړو دى ، د دۀ دوه نور وروڼه افتاب عالم او هستي گل عابد هم د ملي لوبډلې له خوا لوبيدلي دي .
اصغر ستانکزي ته د اسيا د کريکټ شورا د رسنيو مسوولينو ويل چې د افغانستان د منډه جوړونکو په ډله کې له تخنيکي پلوه تر ټولو تکړه لوبغاړى دى ، اصغر ستانکزي څو ځلې خپله وړتيا ښوولې ده .
حميد حسن د افغانستان د ملي لوبډلې زړۀ بلل شوى دى ، که دى فعاله وي ټوله لوبډله فعاله بلل کيږي . حميد حسن په پايلوبه کې اته لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شو خو د څو ورځنيو سياليو په ترڅ کې حميد حسن پرله پسې لوبغاړي وسوځول او د سيالو لوبډلو تر ټولو ډيره ويره له همدغه تيز بالره کيده .
عبدالله مزارى په ملي لوبډله کې په پرتلييزه توگه نوى لوبغاړى دى ، ورو کيڼ لاسى سپين بالر په پايلوبه کې ونه ځليد خو د روزونکو او نورو لوبغاړو ورڅخه ډيرې هيلې دي .
پخوانى پاکستانى کپتان راشد لطيف اوس د ملي لوبډلې روزونکى دى ، د لويو وچو د اتلوليو په يوازې دوو لوبو کې ، کينيا سره او پايلوبه ، له افغان لوبډلې سره و . تر دۀ وړاندې کبير خان د ملي لوبډلې روزنه کوله ، د پايلوبې د گټلو وياړ ښايي تر راشد لطيف هم ډير د کبير خان وي چې ملي لوبډله يې د پايلوبې پړاو ته رسولې وه .
ناظم جار عبدالرحيمزى د ملي لوبډلې اداري مسوول دى چې په دې وروستيو کې د بيلا بيلو سفرونو په ترڅ کې له لوبډلې سره و ، بي بي سي پښتو وېبپاڼه يې د مننې پروړې ده چې تل يې له وروستيو خبرونو خبر ساتلي يوو .