کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان نميبيا او نيوزيلنډ هند ته ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د شل اوريز کرېکټ نړيوال جام سياليو کې افغانستان نميبيا ته په ۶۲ منډو ماته ورکړه. دغه لوبه چې د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې وشوه، پچه يې افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې. افغان توپ وهونکي محمد شهزاد ۳۵، حضرت الله ځاځي ۳۳، محمد نبي ۳۲ او اصغر افغان ۳۱ منډې وکړې.

افغان لوبډله کې یوازې یو بدلون راغلی و او د ژوبل شوي محیب ځدراڼ پر ځای حمید حسن لوبه کوي. مجیب د پاکستان پر ضد لوبه کې ټپي شوی و.

افغانستان په دویم ګروپ کې تر دې مهاله دوه لوبې کړې دي، چې د سکاټلنډ پر وړاندې یې په ۱۳۰ منډو وګټله خو پاکستان ته یې په ۵ وېکټو وبایلله.

نمیبیا خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړې او دا یې په روانو سیالیو کې دویمه لوبه ده.

د افغانستان لپاره د دې سیالیو نیمه پایلوبې یا سیمې-فاینل ته د رسېدو لپاره د دې لوبې ګټل خورا مهم وو.

افغانستان به دې وروسته خپلو پاتې دوو لوبو کې د هند او نیو زیلنډ په څېر پیاوړو لوبډلو سره مخامخ کېږي،‌ چې ګټل به یې اسانه نه وي.

د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان په نړيوال کرېکټ کې نننۍ وروستۍ لوبه وه. نوموړي تېره ورځ په ويډيويي پيغام کې له نړيوال کرېکټ سره مخه ښه اعلان کړه او د نننۍ لوبې په پای کې د ګلبدين نايب له خوا پر اوږو او د نورو لوبغاړو په ملتيا له لوبغالي بدرګه شو.‌

نيوزيلنډ له هند څخه په اتو وېکټو وګټله

न्यूज़ीलैंड भारत क्रिकेट मैच

د عکس سرچینه، Fiona Goodall/Getty Images

د عکس تشریح، هند او نیو زیلنډ دواړو پاکستان ته لوبې بایللې دي

د نن ورځې دويمه لوبه کې نيوزيلنډ لوبډلې هند ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.

نيوزيلنډ د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هند په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۱۰ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې نيوزيلنډ ټاکلی هدف په ۱۵ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د هند لوبډله که څه هم په توپ وهنه کې قوي بلل کېږي خو نن يې لوبغاړي د ډېرو منډو په جوړولو ونتوانېدل. د هند لپاره روېندر جډېجا ۲۶، هارډېک پانډيا ۲۳ او راهول ۱۸ منډې جوړې کړې.

د نيوزيلنډ لپاره ټرېنټ بولټ درې، اېش سودي دوې، ټېم سوتي او اډم مېنلي يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

دې دواړو لوبډلو په خپلو لومړنیو لوبو کې له پاکستان ماتې خوړلې وه اودواړو لوبډلو هڅه کوله چې نننۍ لوبه وګټي او سیمي-فاینل ته لاره پیدا کړي.‌

د هند لوبډله د پاکستان پر وړاندې له ماتې وروسته سه سختو نیوکو سره هم مخ شوې وه،‌ نو ځکه د نننۍ لوبې ګټل یا بایلل به یې نه یوازې نړیوال جام کې برخلیک ټاکونکي‌ وي،‌ بلکې د مینه والو هیلې او تمې هم ورسره تړلې دي.‌

پاکستان د دې نړیوال جام په دویم ګروپ کې تر ټولو پیاوړې لوبډله ثابته شوې او تر دې دمه یې خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي.

د پاکستان راتلونکې دوه لوبې د سکاټلنډ او نمیبیا په څېر نسبتاً‌ کمزورو لوبډلو سره دي، او په دې حساب یې سیمي-فاینل ته رسېدل ښایي ګران نه وي.‌

د دې سیالیو په لومړي ګروپ کې بیا د انګلنډ لوبډله ښه ځلېدلې او تر دې دمه یې خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي.