کرېکټ نړيوال جام: انګلنډ استراليا ته ماته ورکړه او جنوبي افريقا له شري لنکا لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په شل اوريزو نړيوال جام سياليو کې نن دوې لوبې وشوې، لومړی لوبه کې جنوبي افريقا له شري لنکا په څلورو وېکټو سيالي وګټله په دويمه لوبه کې انګلنډ لوبډلې استراليا ته په ۱۲ اور کې په اتو وېکټو ماته ورکړه.

انګلنډ د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه. استراليا د ټولو لوبغاړو په سوځېد سره ۱۲۵ منډې وکړې.

د استراليا لپاره له لوبډلمشر ارون فېنچ چې ۴۴ او اشټن اېګر چې ۲۰ منډې يې وکړې، نور لوبغاړي ونتوانېدل چې د منډو جوړولو برخه کې خپله ونډه واخلي.

په توپ اچونه کې د انګلنډ لپاره کرېس جورډن درې، کرېس وکس، ټېمل مېلز دوې دوې، عادل رشيد او ليم لېوېنګسټن يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

د استراليا له خوا د ټاکل شوي هدف په ځواب کې د انګلنډ جاس بټلر چټکې ناسوځېدلې ۷۱ منډې وکړې. د ده تر څنګ جېسن رای ۲۲ او جاني بېرسټو ۱۶ منډې جوړې کړې.

له دې بريا وروسته انګلنډ د خپل ګروپ سر کې ځای لري.

جنوبي افريقا له شري لنکا په څلورو وېکټو سيالي وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو کې جنوبي افریقا شري لنکا ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه او بريا يې په خپل نامه کړه.

جنوبي افريقا د پچې له ګټلو وروسته مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. شري لنکا په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې چې جنوبي افريقا په وروستي اورو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې.

د شري لنکا لپاره پتوم نېسنکا تر ټولو ډېرې (۷۲) منډې وکړې. د ده تر څنګ چارېت اسلانکا ۲۱ او ډسون شنکا ۱۱ منډې جوړې کړې.

د جنوبي افريقا لپاره تبرېز شمسي، ډواين پټيريوس درې درې او ارون ارنيک دوې وېکټې ترلاسه کړې.

د شري لنکا له خوا د ټاکل شوي هدف په ځواب کې لوبډلمشر ټېمبا بوما ۴۶، ډېوېډ مېلر ۲۳، اډين مکرم ۱۹ او کګيسو رباډا ۱۳ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بيا د شري لنکا لپاره هسرنګا ډي سېلوا درې او ډوشمنتا چميرا د جنوبي افريقا دوه لوبغاړي وسوځول.

نړيوال جام سياليو کې جنوبي افريقا د وېسټ انډيز او شري لنکا پر وړاندې دوه لوبې ګټلې دي خو استراليا ته يې خپله سيالي بايللې وه.