کرېکټ نړیوال جام: پاکستان له افغانستانه په پنځو وېکټو لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام سياليو کې پاکستان له افغانستانه په پنځو وېکټو لوبه وګټله. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې پاکستان د نولسم اور په وروستي توپ هدف بشپړ کړ.

په توپ وهنه کې د افغان لوبډلې د پيل لوبغاړي ژر وسوځېدل خو د پای لوبغاړو ګلبدين نايب ۳۵، محمد نبي ۳۵ او نجيب الله ځدراڼ ۲۲ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د پاکستان عماد وسيم دوې، شاهين شاه اپريدي، حسن علي، حارث روف او شاداب خان يوه يوه وېکټه واخيسته. په توپ وهنه کې بيا د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابر اعظم ۵۱، فخر زمان ۳۰ او اصف علي چټکې ۲۵ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اچونکو کې راشد خان د ۲۶ منډو په ورکولو دوې وېکټې ترلاسه کړې، مجيب رحمان ځدراڼ بيا د ۱۴ منډو په ورکولو سره يوه لوبغاړی وسوځاوه. لوبډلمشر محمد نبي او نوين الحق هم يوه يوه وېکته واخيسته.

افغان لوبډله کې کوم بدلون نه و راغلی او د تېرې لوبې ټول لوبغاړي د دې سيالۍ لپاره غوره شوي وو.

د کرېکټ نړيوال جام په بله لوبه کې وېسټ انډيز بنګله دېش ته په دريو منډو ماته ورکړه.

بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته وېسټ انډيز ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه چې وېسټ انډيز په شلو اورو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې.

بنګله دېش ونتوانېد دغه هدف پوره کړي، د پنځو لوبغاړ په سوځېدو او د دريو منډو په توپير يې سيالي وبايلله.