کرېکټ نړيوال جام: استراليا له جنوبي افريقا او انګلنډ له وېسټ انډيز خپلې سيالۍ وګټلې

د عکس سرچینه، Gallo Images
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام دويم پړاو سيالۍ په متحده عرب اماراتو کې پيل شوې.
د دويم پړاو دې سياليو کې ۱۲ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې انګلنډ، استراليا، جنوبي افريقا، وېسټ انډيز، بنګله دېش او سريلانکا دي په دويم ګروپ کې افغانستان، پاکستان، هند، نيوزيلنډ، سکاټلنډ او نميبيا شامل دي.
ټاکل شوې افغان لوبډله به لږ ترلږه پنځه لوبې کوي چې لومړی هغه يې راتلونکې دوشنبې ۲۵ اکټوبر د سکاټلنډ پر وړاندې ده. دويمه لوبه د پاکستان سره، درېيم له نميبيا، څلورمه له نيوزيلنډ او پنځمه له هند سره ده.
د دويم پړاو سياليو لومړۍ لوبه د اسټراليا او جنوبي افريقا ترمنځ وشوه چې اسټراليا د پنځو وېکټو په توپير سره وګټله.
اسټراليا د پچې له ګټلو سره مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. جنوبي افريقا په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۱۸ منډې وکړې.
استراليا دغه ټاکلی هدف په وروستی اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
په توپ اچوونه کې د جنوبي افریقا پيل ښه نه و. د سر درې لوبغاړي يې ژر وسوځېدل خو اډين مکرم تر نور ډېرې (۴۰) منډې وکړې. د ده تر څنګ کګيسو رباډا ۱۹ او ډېوېډ مېلر ۱۶ منډې جوړې کړې.
د استراليا لپار مېچل سټارک، جاش هېزولډ او اډم زمپا دوې دوې وېکټې ترلاسه کړې. په توپ وهنه کې بيا د دغه لوبډلې لپاره سټېون سمېت ۳۵، مارکس سټواينس ۲۴ او ګلېن مکسوېل ۱۸ منډې وکړې.
انګلنډ له وېسټ انډيز په شپږو وېکټو وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغو سياليو دويمه لوبه کې انګلنډ وېسټ انډيز ته سخته ماته ورکړه. انګلنډ د پچې له ګټلو وروسته لومړی وېسټ انډيز ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.
وېسټ انډيز د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۵۵ منډې وکړې. که څه هم د وېسټ انډيز د توپ وهنې برخه قوي ده او تر ډېره يې لوبغاړي کولی شي منډې جوړې کړي خو په نننۍ لوبه کې يې له کرېس ګېل پرته چې ۱۳ منډې يې وکړې، نور لوبغاړي ونتوانېدل چې دوه عدده منډې جوړې کړي.
د انګلنډ معين علي چې غوره لوبغاړی ونومول شو، دوې وېکټې يې واخيستې. عادل رشيد څلور او ټېمل مېلز بيا دوه لوبغاړي وسوځول.
انګلنډ د وېسټ انډيز ټاکلی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په نهم اوور کې بشپړ کړ. جاس بټلر ناسوځېدلې ۲۴ او جېسن رای ۱۱ منډې وکړې.
ټاکل شوې سبا (۲۴ اکتوبر) دوې سيالۍ وشي، لومړۍ د بنګله دېش او شري لنکا تر منځ، دويمه چې تر ټولو مهمه سيالي بلل کېږي د هند او پاکستان تر منځ به په دوبۍ کې ترسره شي.












