کرېکټ: افغانستان تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، AFghanistan cricket board
د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو لړ کې تمریناتي لوبه افغانستان د ۵۶ منډو په توپیر وګټله.
افغانستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د ټولو شل اورونو له لوبې ورسته د افغان لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځېدل او ویسټ انډیز ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.
ویسټ انډیز لوبډلې بیا د ټولو اورونو له لوبې وروسته پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۳ منډې یې وکړې.
اوپنر حضرت الله ځاځي د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۵۶ منډې وکړې او ورپسې لوبغاړی محمد شهزاد و، چې د ۵۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ په ترتیب سره ۳۳ او ۲۳ منډې وکړې.
د ویسټ انډیز له لوري اوبېد مککوی تر ټولو ډېرې دوې ویکټې واخیستې، نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګوربز یې له میدانه بهر کړل.
د ویسټ انډیز له لوري روسټن چس تر ټولو ډېرې ۵۴ او نیکولاس پوران ۳۵ منډې وکړې.
محمد نبي د افغانستان له لوري درې، کریم جنت او نوین الحق یوه - یوه ویکټه ترلاسه کړه.
نننۍ لوبه د شل اوریزو په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان له لومړنۍ رسمي سیالۍ وړاندې دویمه تمریناتي سیالي وه.
افغان لوبډلې خپله لومړنۍ تمریناتي سیالي د سویلي افریقا لوبډلې ته په ۴۱ منډو وبایلله.
د دوشنبې په ورځ به په نړيوالو اتلوليو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه وي چې د لومړي پړاو له يوې غوره شوې لوبډلې سره به يې کوي.
نورې لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته همدا نن ابوظبۍ کې د همدې شل اوریزو سیالیو یوه بله لوبه کې سري لنکا ایرلنډ ته په ۷۰ منډو ماتې ورکړه او سوپر - ۱۲ پړاو ته یې لار وموندله.
سري لنکا د وانیندو هسارانګا د ۷۱ منډو په ګډون ۱۷۱ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
په ځوابي لوبه کې ایرلنډ لوبډلې د ۱۸ اعشاریه درې اورنو له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۰۱ منډې یې وکړې.
له دې مخکې همدا نن یوه بله لوبه کې نیمیبیا نیدرلنډ ته په شپږ وېکټو ماتې ورکړه او د دې لوبډلې ډېوېډ ویسي له ۴۰ توپونو ۶۶ منډې ترلاسه کړې.
سریلانکا به سوپر - ۱۲ پړاو ته د رسېدو لپاره له هالنډ سره لوبه کوي، چې د اې ګروپ سیالو د درجه بندۍ په پای کې ځای لري.
د بي ګروپ مخکښ څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې دا مهال د کرېکټ شل اوريزه اتلولۍ کې سکاټلنډ بايد يوه بله لوبه وګټي، چې د سوپر ۱۲ پړاو ته ورسره ورسېږي.
پرونۍ بریا يې دريو ورځو کې دوهم بری و.
دوی عمان کې د پيل لوبه کې بنګله دېش ته ټکان ورکړ، او له پاپوا نوي ګيني یې په ۱۷ منډو لوبه وګټله.
سکاټلنډ اوس د بي ګروب سر کې دی، او که يې سبا عمان مات کړ، نو سوپر ۱۲ ته به ورسره وخېژي.










