کرېکټ: د شل اوريز نړيوال جام لومړي پړاو سيالۍ پیل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام لومړي یا ګروپي پړاو سيالۍ په عمان کې پیل شوې، ټاکل شوې د دويم پړاو لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي.
دې ګروپي پړاو کې اته لوبډلې دي، چې څلور به ترې سوپر ۱۲ ته ورخېژي. افغانستان له وړاندې سوپر ۱۲ کې دی، چې لومړۍ لوبه يې د اوکتوبر پر ۲۵ مه ده.
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام دغه سيالۍ بايد تېر کال په هند کې شوې وی خو د کورنا وېروس د خپرېدو له کبله وځنډول شوې او ځايونه يې بدل کړل شول.
د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام لومړۍ سيالۍ په ۲۰۰۷ کال په جنوبي افريقا کې وشوې چې پايلوبه يې هند له پاکستان څخه وګټله.
ويسټ انډيز بيا يوازنۍ هېواد دی چې دغه سيالۍ يې دوه ځله ګټلې دي او تېر نړيوال جام يې هم په خپل نامه کړی و.
افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۰ کال کې په دې سياليو کې ګډون کړی و چې يوازې يوه لوبه يې له سکاټلنډ څخه ګټلې وه.
په سږني نړيوال جام کې به افغانستان د پاکستان، هند او نيوزيلنډ په ګډون لږ ترلږه له پنځو لوبډلو سره سيالي کوي.
افغان کرېکټ بورډ دې سیالیو لپاره د محمد نبي په ګډون اتلس کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې، او ۴ احتیاطي لوبغاړي هم ورسره مل دي.
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام نننۍ لوبه کې عمان له پاپوا نیوګیني سره مخ شو چې کوربه هېواد عمان په لسو وېکټو لوبه وګټله.
پاپوا نيوګيني په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې وکړې چې په ځواب کې يې عمان د کوم لوبغاړي له سوځېدو پره په ۱۴ اورونو کې ټاکلی هدف بشپړ کړي او بريا يې په خپل نامه کړه.
د پاپوا نيوګني لپاره لوبډلشمر اسد والا تر ټولو ډېرې ۵۶ منډې وکړې. د ده تر څنګ چارلس اميني ۳۷ او سي سي باو ۱۳ منډې جوړې کړې.
د عمان لپاره ذيشان مقصود ۴، بلال خان او کليم الله دوې دوې وېکټې ترلاسه کړې. په منډو جوړولو کې د عمان لپاره جتېندر سېنګ ۷۳ او عاقب الياس ۵ منډې وکړې.
د دغو سياليو په دويمه لوبه کې سکاټلنډ لوبډلې بيا بنګله دېش ته په شپږو منډو ماته ورکړه.









