کرېکټ نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه، خو راشد خان کپتاني پرېښوده

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې پر ورځ د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام ته ملي لوبډله اعلان کړه. خو له دې اعلان څو شېبې وروسته د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې کپتان راشد خان له کپتانۍ لاس پر سر شو.
کرېکټ بورډ په سملاسي توګه له کپتانۍ د راشد خان استعفا منلې او پر ځای یې محمد نبي د نړیوال جام لوبو لپاره نوی کپتان نومول شوی دی.
یاده دې وي چې راشد خان یوازې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د شل اوریزو لوبو لپاره د ملي لوبډلې کپتان نومول شوی و.
خو پنجشنبه د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې تر اعلان وروسته راشد خان پر خپله ټوېټر پاڼه لنډ پیغام کې ولیکل، د لوبډلې غوراوي کې ورسره مشوره نه ده شوې او له همدې کبله دی له کپتانۍ لاس په سر کېږي.
راشد خان لیکلي: "د کپتان او یو مسؤل کس په توګه زه دا حق لرم چې د لوبډلې د غوراوي پروسه کې شریک اوسم. د غوراوي کومېټې او کرېکټ بورډ د اعلان شوې لوبډلې په تړاو زما رضایت نه دی ترلاسه کړی. زه په سملاسي توګه د افغانستان د شل اوریزې ملي لوبډلې له کپتانۍ لاس پر سر کېږم. د افغانستان لپاره لوبېدل تل راته یو ویاړ دی".
هغه لوبډله چې د افغانستان کرېکټ بورډ د راشد خان په کپتانۍ د نړیوال جام لپاره اعلان کړې وه، په لاندې ډوله ده.

د عکس سرچینه، ACB
له کپتانۍ د راشد خان له استعفا وروسته په لوبډله کې کوم بدلون نه دی راغلی او یوازې یې محمد نبي پر ځای نوی کپتان اعلان شوی.
خو په لوبډله کې د شاپور ځدراڼ، حمید حسن، محمد شهزاد او اصغر افغان په څېر لوبغاړو نومونه د ځینو کرېکټ مینه والو لپاره د حیرانۍ وړ دي.
تمه کېده چې کرېکټ بورډ به دا ځل د نړیوال جام لپاره ځوانه لوبډله چمتو کوي او ځینې پخواني لوبغاړي به نور له نړیوالو لوبو لاس پر سر کېږي.
خو داسې ونشول او ګڼ هغه پخواني لوبغاړي چې له پنځلسو کلونو لوبېږي، یو ځل بیا د نړیوال جام لپاره غوره شوي دي.
یاده دې وي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو سملاسي وروسته د کرېکټ بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي یو ځل بیا د دې ادارې د عمومي رئیس په توګه اعلان شو.
د ۲۰۲۱م کال نړیوال جام لوبې د عمان او عربي متحده اماراتو په کوربتوب راتلونکې اکټوبر میاشت کې پېلېږي، افغانستان به په خپل ګروپ کې د لومړي پړاو څخه د راتلونکو دوو لوبډلو ترڅنګ له پاکستان، هندوستان او نیوزلینډ لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.
د یادونې ده چې د نړیوال جام په درشل کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې او کرېکټ په لیکو کې ناندرۍ کومه نوې خبره نه ده، او تېر کې هم ورته پېښې شوې دي.
د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز نړیوال جام نه لږ مخکې هم د افغانستان کرېکټ بورډ په حیرانوونکې توګه اضغر افغان له کپتانۍ لېرې کړی و او ګلبدین نایب یې پر ځای کپتان نومولی و.
هغې پرېکړې د ملي لوبډلې او کرېکټ مینه والو ترمنځ ناندرۍ وزېږولې او افغان لوبډلې تېر نړیوال جام کې خپلې ټولې ۹ لوبې وبایللې.










