کرېکټ: اصغر افغان ګوښه او حشمت الله شهیدي د ملي لوبډلې نوی کپتان شو

افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان کرېکټ بورډ اصغر افغان د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لېرې کړی او پر ځای يې حشمت الله شهيدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره نوی کپتان غوره کړی دی.

کرېکټ بورډ په يوه اعلاميه کې ويلي، "د تحقيقاتي کومېټې د څېړنو له مخې د زمبابوې سره په وروستیو لوبو کې د اصغر افغان ځينې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټېسټ لوبه وبايلي" او له دې امله يې نوموړې له لوبډلمشرۍ ګوښه کړي دی.

د دغې اعلاميې له مخې حشمت الله شهيدي د ټېسټ او يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی يې مرستيال لوبډلمشر غوره شوی دی.

د کرېکټ بورډ په وينا د شل اوريزو لوبو لپاره به ډېر ژر لوبډلمشر وټاکل شي چې راشد خان یې اوس مرستیال یا 'وایس کپتان' دی.

دا بدلونونه په داسې حال کې کېږي چې د شل اوريزو لوبو نړيوال جام ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.

یاده وې وي چې دا دویم ځل دی چې اصغر افغان د ملي لوبډلې له کپتانۍ لېرې کېږي.

نوموړی له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې هم د نړیوال جام له سیالیو وړاندې له کپتانۍ لېرې کړل شوی و.

ایا د یوې لوبې له کبله کپتان بدلېدلی شي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د کرېکټ په اوسني چاپېریال کې د لوبډلې د خرابو لوبو له کبله د کپتان بدلېدل د حیرانۍ خبره نه ده.

دا ډول پرېکړې عموماً هله کېږي چې یوه ملي لوبډله پرله پسې خرابې لوبې وکړي او له ماتو سره مخ شي.‌

خو د افغانستان کرېکټ بورډ په اعلامیه کې یوازې د زمبابوې پر وړاندې یوه لوبه کې 'ناسمې پرېکړې' د اصغر افغان د ګوښه کولو د لامل په توګه یادې شوې دي.

دا لوبه چې د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې په متحده عربي اماراتو کې شوې وه، زمبابوې پکې افغانستان ته په لس وېکټو لویه ماتې ورکړې وه.

خو یاده دې وي چې افغانستان دویمه ټېسټ لوبه وګټله او لړۍ یا 'سیریز' یې مساوي کړ.

همد راز له ټېسټ لوبو وروسته افغان لوبډلې په ۳ شل اوریزو لوبو کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان په ملي لوبډله کې د کپتانۍ په اړه ناڅاپي پرېکړو له دې وړاندې په لوبډله کې دننه او همدا راز د مینه والو ترمنځ ناندرۍ هم زېږولې دي.

په ۲۰۱۹ کال کې په داسې حال کې چې ملي لوبډله د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره انګلستان تلله، کرېکټ بورډ هغه مهال په یوه ناڅاپي او حیرانوونکې پرېکړه کې اصغر افغان له لوبډلمشرې لېرې کړ او پر ځای یې ګلبدین نایب کپتان وټاکه.

په هغه نړیوال جام کې افغان لوبډلې خپلې ټولې ۹ لوبې وبایللې، چې له کبله یې کرېکټ بورډ د مینه والو له سختو نیوکو سره مخ شو.