ګلبدین نایب: تر هغې چې اصغر کپتان وي ملي لوبډله کې نه لوبېږم
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د افغانستان پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب پر خپلې فیسبوک پاڼه په یوې وینا کې د کرېکټ بورډ هغې پرېکړې ته غبرګون وښود چې له مخې یې اصغر افغان بېرته لوبډلمشر او راشد خان مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی.
له دې مخکې د افغانستان کرېکټ بورډ په يوه حيرانونکې پرېکړه کې اصغر افغان بيا د ملي لوبډلې کپتان وټاکه.
په اوړي کې تر نړيوال جام وروسته راشد خان د لوبډلې کپتان او اصغر مرستيال ټاکل شوى و خو اوس بورډ وايي چې راشد به مرستيال او اصغر به لوبډلمشر وي.
دغې پرېکړې ته غبرګون کې ګلبدین نایب وايي:
''تر هغې ملي لوبډله کې نه لوبېږم چې اصغر یې کپتان وي، خو کورنیو کرېکټ سیالیو کې به لوبه کوم ''
نوموړی زیاتوي: ''د دې پرېکړې لامل تر ډېره په نړیوال جام کې زما د کپتانۍ پر مهال د اصغر افغان چلن وو. د ګلبدین په وینا اصغر نړیوال جام کې له زړه لوبه نه کوله او لوبډله کې د ډېرو لانجو سرچینه هم دی وو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
ګلبدین اصغر افغان افغان له کرېکټ مینه والو سره په خیانت تورن کړ او دا هم وویل چې تل یې د لوبډلې د انتخاب پر وخت خپلوي پاللې.
اصغر افغان تر اوسه د ګلبدین څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښوولی.
اصغر افغان تر نړيوال جام وړاندې کپتان و خو هغه مهال ګلبدين نايب د اصغر پر ځاى وټاکل شو.
له دې مخکې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي په کابل کې نن 'چهارشنبه دسمبر ۱۱ مه ' یوې خبري غونډې ته وویل، اصغر افغان به په ټولو فورمټونو کې د افغان کرېکټ لوبډلې مشري کوي او اوسنی لوبډلمشر راشد خان به یې مرستیال وي.

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
ښاغلي فرحان زیاته کړه، لوبډله په راتلونکي کې د ۲۰ اوریزو اسیا او نړیوال جام سیالۍ په مخکې لري او له روزونکي، تخنیکي کمېټۍ او لوبډلمشر سره له مشورې وروسته یې پرېکړه کړې چې اصغر افغان به بېرته د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه فعالیت پیلوي.
افغان کرېکټ چارواکو د روان زېږدیز کال په اپریل کې د یوه ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ور سره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکلي وو.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینې مهمو غړو هغه مهال د کرېکټ بورډ پرېکړه ناسمه بللې وه. له هغه مخکې اصغر افغان په درې واړو بڼو کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشري کوله.








