اصغر افغان: موږ د خطر زنګ وکړنګاوه

اصغر افغان وايي، هغه څه یې ثابت کړل، چې غوښتل یې خلکو ته یې وښيي او له دې کبله ویاړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اصغر افغان وايي، هغه څه یې ثابت کړل، چې غوښتل یې خلکو ته یې وښيي او له دې کبله ویاړي.
    • Author, عبدالرشید شکور
    • دنده, بي بي سي

افغان لوبډلمشر اصغر افغان د اسیا جام کرېکټ سیالیو له پیله مخکې ویلي و، یوازې کرېکټ لوبه یې هدف نه دی، بلکې غواړي له دې ورهاخوا ځان ثابت کړي.

اوس چې دغه سیالۍ پای ته رسېږي، اصغر افغان وايي، هغه څه یې ثابت کړل، چې غوښتل یې خلکو ته یې وښيي او له دې کبله ویاړي.

افغانانو دغو سیالیو کې سریلانکا او بنګله دېش ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او دویم پړاو کې یې له پاکستان او بنګله دېش سره له سختو سیالیو وروسته د پای اوورنو کې په لږ توپیر ماتې وخوړه.

هند سره بیا د افغان لوبډلې خورا په زړه پورې او سخته لوبه په برابرۍ سره پای ته ورسېده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

اصغر افغان وايي، ښايي د دوبۍ پر شرایطو له دوی ډېر هېڅوک ښه نه پوهېږي، خو په وینا یې له بده مرغه دوی خپلې ټولې لوبې د دوبۍ پر ځای ابوظهبۍ کې وکړې، چې د لوبغالي او پچ شرایطو د دوی بالینګ یا توپ اچوونې لپاره موافق نه وو.

اصغر افغان د ټوکې به توګه وايي، له دوی سره لږ بې وفايي شوې، که دوبۍ کې یې لوبې کړې وای، په باور سره وايي، چې افغان لوبډله به پایلوبې ته رسېدلې وه.

اصغر افغان وايي د تجربې له لږوالي سره یې همکارانو په زړه پورې لوبه وکړه او له دغو سیالیو یې ډېره زده کړه وکړه.

اصغر افغان وايي، دغه فعالیت ته په کتو باید هېر نه شي، چې افغان لوبډلې د خطر زنګ وکړنګاوه.

د اصغر افغان په وینا له هند لوبډلې سره چې په نړۍ کې دویم ځای لري، د لوبې برابرول د افغان لوبډلې د فعالیت تر ټولو ښه پایله بلل کېدای شي.

اصغر افغان وايي، روزونکي فل سمنز د دوی لوبغاړو فکر له یوه سره بدل کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اصغر افغان وايي، روزونکي فل سمنز د دوی لوبغاړو فکر له یوه سره بدل کړی

نوموړی وايي، په اسیا جام سیالیو کې ګډونکونکې څلور لوبډلې چې دوی ورسره ولوبېدل نړیوال جام کې هم برخه لري او له دوی سره د لوبېدو له تجربې وروسته به افغان لوبډله خپلې ځینې نیمګړتیاوې سمې کړي او د نړیوال جام سیالیو ته به چمتووالی وکړي.

اصغر افغان هغه مفروضه نه مني، چې ګواکې د لوبډلې بریاوې یې د سپنرانو له برکته وې.

هغه وايي، اوسنیو شرایطو کې سپن یا سوکه بالرانو ښه لوبه وکړه، خو د دوی فاسټ بالران هم ډېر تکړه دي، چې دا مهال له بده مرغه څلور تنه ان فټ دي، خو په وینا یې سپنران یې په هر ډول شرایطو کې د غوره فعالیت وړتیا لري.

اصغر افغان هغه مفروضه نه مني، چې ګواکې د لوبډلې بریاوې یې د سپنرانو له برکته وې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اصغر افغان هغه مفروضه نه مني، چې ګواکې د لوبډلې بریاوې یې د سپنرانو له برکته وې.

اصغر افغان وايي، روزونکي فل سمنز د دوی لوبغاړو فکر له یوه سره بدل کړی دی او لوبډلې ته یې د دوی اصلي مقام ورکړی، چې مخکې دوی ترې ناخبره وو.