کرېکټ: بنګله دېش له افغانستانه په دريو منډو لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره حشمت الله شهيدي ۷۱، محمد شهزاد ۵۳، اصغر افغان ۳۹ او محمد نبي ۳۸ منډې وکړې

د اسيا کرېکټ جام سیاليو په نننۍ لوبه کې بنګله دېش له افغانستانه په دريو منډو لوبه وګټله.

بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۹ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې افغان لوبډلې ۲۴۶ منډې وکړې او هدف يې پوره نشوای کړی.

د بنګله دېش د پيل لوبغاړو ښه لوبه ونکړه په ۲۲ اوور کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۸۷ منډې لرلې، خو د منځ لوبغاړو يې لوبه کابو کړه، په دوی کې محمدالله رياض ۷۴، قيس ۷۲ او لېټن داس ۴۱ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې افتاب عالم درې، راشد خان او مجيب ځدراڼ يوه يوه وېکټه واخيسته.

د افغانستان لپاره حشمت الله شهيدي ۷۱، محمد شهزاد ۵۳، اصغر افغان ۳۹ او محمد نبي ۳۸ منډې وکړې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بنګله دېش په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۹ منډې جوړې کړې

په اسيا کپ سياليو کې نن بله لوبه د هند او پاکستان تر منځ وه.

هند دغه سيالي په ۴۰ اوور کې په نهو وېکټو وګټله.

افغانستان بله لوبه د سې شنبې پر ورځ له هند سره لري.

بنګله دېش به د پاکستان پر وړاندې بخت ازمويي که هر ټيم دغه لوبه وګټي پايلوبه کې به له هند سره سيالي کوي.