اسیا جام: د هند او افغانستان سخته لوبه برابره شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان له هند سره د دبۍ کرېکټ نړیوال لوبغالي کې د اسیا جام سیالیو دویم پړاو لوبو کې له یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته لوبه برابره کړه.
دغه لوبه کې د افغانستان فلډینګ یا ډګر ساتنه، بټنګ او سپین بالنګ برخو کې لوبه خورا شانداره او عالي وه. د لوبې وروستیو دوو اوورنو کې افغانانو پرلپسې درې وېکټې تر لاسه کړې او پر هند لوبډلې یې فشار ډېر کړ.
سیالي د راشدخان په وروستي اوور کې برابره شوه، خو د محمد شهزاد په زړه پورې لوبې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو، د ټولې لوبډلې عالي ډګر ساتنې او د محمد نبي الراونډر فعالیت د هند پر وړاندې د افغان لوبډلې لوبه خورا په زړه پورې کړه.
که څه هم هندي اوپنرانو چټکه او زړوره لوبه پیل کړه، خو د لوبې منځنۍ برخه کې بیا افغان توپ اچوونکي یا بالران بریالي معلومېدل.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
افتاب، نبي او راشد په دغه لوبه کې دوه-دوه او احمدي یوه وېکټه تر لاسه کړه.
افغانستان د دغې نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې یا بټنګ پرېکړه وکړه.
د پاکستان کرېکټ مشهور لوبغاړي شاهد خان اپریدي پر ټویټر پاڼه د افغانستان لوبډلې ستاینه وکړه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي له لوري د افغانستان لوبډلې لپاره پر ټویټر پاڼه د ستاینې پیغام خپور شوی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
افغان لوبډله وتوانېده هند ته د ټولو اورنو له لوبولو وروسته د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۲ منډې جوړې کړې او هندۍ لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.
محمد شهزاد په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ۱۲۴ منډې وکړې. نوموړي په ۱۱۶ توپونو د ۱۱ څلوریزو او ۷ شپږیزو په مرسته دغه منډې وکړې.
محمد نبي د ۵۶ منډو بدل کې ۶۴ چټکې منډې وکړې او په حساسو شېبو کې یې له نجیب الله ځدراڼ(۲۰ منډې) سره په ملګرتیا د افغانستان د منډو ټولګه کې ټیکاو راوستو کې مهم رول درلود.
راشدخان له ۱۲ او افتاب عالم له دوو منډو سره دغه لوبه کې ناسوځېدلي پاتې شول. هندي لوبغاړو د لوبې لومړۍ برخه کې افغان سیالانو ته اووه اضافي منډې ورکړې.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
له دې وروسته د جاوید احمدي په توپ ایم ایس دهوني ایل بي ډبلیو وسوځېد. امباتي رایودو او لوکیش راهول د هند له لوري د اوپنرانو په توګه لوبه پیل کړه.
د هند له لوري تر ټولو ډېرې درې وېکټې رویندرا جډېجه تر لاسه کړې.
نوموړي ۴۶ منډې ورکړې.
امباتي رایودو د هند لومړنی لوبغاړی و، چې دغه لوبه کې د محمد نبي په توپ د نجیب الله ځدراڼ په لاس کیچ اوټ شو.
یویشتم اوور کې راشد خان د کې ایل راهول وېکټه تر لاسه کړه، چې ۶۰ منډې یې وکړې.
د هند لوبډلې څلوېښتم اوور کې د ۲۰۵ منډو له جوړولو وروسته مجیب الرحمان کېدار یادېو له ۱۹ منډو سره وسوځاوه. په ورپسې توپ محمد نبي د دېنش کرتهیک وېکټه د ۴۴ منډو سره تر لاسه کړه.
په نننۍ لوبه کې د افغان لوبغاړو ډګر ساتنه ماهرینو ډېره وستایله. د لوبې له پای ته رسېدو سره سم د خواله رسنیو یو شمېر افغان او بهرنیو کاروونکو او ماهرینو هم د افغانستان لوبډلې لوبه وستایله.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3

د پوسټ X پای, 4
د لوبې وروستیو لسو اوورنو کې هندي لوبغاړي په څرګند ډول له فشار سره مخامخ معلومېدل او څلور څلوېښتم اوور کې له شپږو اوورنو وروسته ایله هندی لوبغاړی دېپک چاهار وتوانېد د مجیب الرحمان په توپ څلوریزه ووهي.
ورپسې اوور کې افتاب عالم د چاهار وېکټه تر لاسه کړه، چې افغانستان ورته اړتیا درلوده.

د عکس سرچینه، Getty Images
وېکټ ساتونکی محمد شهزاد، لوبډلمشر اصغر افغان، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشدخان، ګلبدین نایب، افتاب عالم او مجیب الرحمان د افغانستان له لوري او وېکټ ساتونکي او لوبډلمشر ایم ایس دهوني، کې ایل راهول، امباتي رایودو، ډېنیش کرتیک، مانیش پانډې، کیدار یادېو، رویندرا جډېجه، دېپک چاهار، کلدیپ یادېو، خلیل احمد، سیدهارت کاوول د هند له لوري دغه لوبه کې شامل وو.
افغانستان ملي لوبډلې د اسیا جام دې سیالیو کې له سریلانکا د ۹۱ منډو په توپیر، بنګله دېش سره د ۱۳۶ منډو په توپیر سره بریا تر لاسه کړه، د پاکستان خلاف یې په درېیو وېکټو او بنګله دېش سره یې دویمه لوبه کې ایله د دریو منډو په توپیر لوبه بایلوده او وروستۍ لوبه یې نن سې شنبه ۲۵ سپتمبر د هند لوبډلې سره وه، چې برابره شوه.