اسیا جام: پاکستان له افغانستانه لوبه وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د متحدو عربي اماراتو ابوظبي شیخ زاید لوبغالي کې د اسیا جام 'سوپر فور ' یا دویم پړاو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبې کې له یوې سختې سیالۍ وروسته پاکستان دغه لوبه په دریو وېکټو وګټله.
لومړی توپوهنه افغانستان وکړه او د شپږو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته یې پاکستان لوبډلې ته د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.
پاکستان د لوبې وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ټاکلی هدف بشپړ کړ. د پاکستان له لوري شعیب ملک له ۵۱ منډو سره او حسن علي له شپږو منډو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان دغه لوبه کې ۱۷ اضافي منډې ورکړې. د افغانستان له لوري راشدخان درې، ګلبدین نایب یوه او مجیب ځدراڼ دوې وېکټې واخیستې.
کله چې پاکستان توپوهنه پیل کړه، اوپنر فخر الزمان له کومې منډې جوړولو پرته د مجیب الرحمان پر توپ وسوځېد.
د افغانستان له لوري ټاکل شوي هدف ته رسېدو لړ کې امام الحق او بابر اعظم د ۱۵۴ منډو ملګرتیا وکړه او پر لوبه یې د پاکستان لوبډلې کنترول ډېر کړ. امام الحق له ۸۰ او بابر اعظم له ۶۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل.
له دې مخکې د افغان بټینګ برخه کې خورا په زړه پورې لوبه وشوه او حشمت الله شهیدي په افغان توپوهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې، چې له ۹۷ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.
پیل کې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې یا بېټینګ پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد شهزاد او احسان الله د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه. افغانستان د ۱۲ اوور پای کې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۴۰ منډې یې جوړې کړې.
حشمت الله شهیدي او لوبډلمشر اصغر افغان دواړو څلوېښتم اوور کې پنځوسیزې بشپړې کړې. اصغر افغان له ۶۷ منډو جوړولو وروسته وسوځېد. شاهین شاه اپریدي د اصغر وېکټه تر لاسه کړه.
افغانستان د دغې لړۍ نننۍ لوبه کې د درېیم ځل لپاره لومړی توپوهنه یا بېټینګ کوي. پاکستان لوبغاړو لږ تر لږه درې ځله لاس ته ورغلی توپ وغورځاوه.
د پاکستان لومړي بالران یا توپ اچونکي عثمان شینواری او شاهین افریدی وو، خو پاکستان په اووم اوور کې د عمثان شینواري پر ځای سپینر یا ورو توپ اچونکی محمد نواز د لوبې ډګر ته واستاوه.
اتم اوور کې پاکستاني لوبغاړو دوه ځله لاس ته ورغلی توپ وغورځاوه او نهم اوور کې محمد نواز خپل توپ پخپله کېچ کړ او احسان الله یې له لسو منډو سره له میدانه بهر کړ.
یوولسم اوور کې افغانستان یوه بله وېکټه له لاسه ورکړه او اوپنر محمد شهزاد په ۳۱ توپونو له شلو منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني لوبډله کې نن د فهیم اشرف پر ځای حارث سهیل او د محمد عامر پر ځای شاهین اپریدي ته ځای ورکړل شوی دی.
د افغانستان له لوري دغه لوبه کې وېکټ ساتونکی محمد شهزاد، احسان الله جنت، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، لوبډلمشر اصغر افغان، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب الرحمان او افتاب عالم ګډون لري.
بل لور ته پاکستانۍ لوبډله کې فخرالزمان، امام الحق، بابر اعظم، شعیب ملک، وېکټ ساتونکی او لوبډلمشر سرفراز احمد، اصف علي، حارث سهیل، محمد نواز، حسن علي، عثمان شینواری او شاهین اپریدی شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان له دې مخکې د دې لړۍ سیالیو کې د سریلانکا خلاف بریا تر لاسه کړې او پرون یې همدلته ابوظهبي کې بنګله دېش لوبډلې ته په ۱۳۶ منډو لویه ماتې ورکړه.
په پرونۍ لوبه کې د راشدخان او ګلبدین نایب رول خورا مهم و، چې د ۹۵ ګډو منډو له کبله یې د لوبې حالت بدل کړ. پاکستان لوبډلې دې سیالیو کې هانګ کانګ ته په اسانۍ ماتې ورکړې وه او له هند نه یې د اتو وېکټو لویه ماتې خوړلې.

د عکس سرچینه، Getty Images








