زمبابوې افغانستان ته لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لس وېکټو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبو لومړنۍ لوبه زمبامبوې په لسو وېکټو وګټله. افغان توپ وهونکي په دواړو پاڼیو کې ښه ونه ځلېدل او په پای کې زمبابوې خپله دویمه پاڼۍ کې یوازې د ۱۷ منډو هدف په ډېرې اسانۍ ترلاسه کړ.
افغانستان خپله لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۳۱ منډې کړې وې. خو د دویمې پاڼۍ کې هم پنځه افغان لوبغاړي د هېڅ یوې منډې له جوړولو پرته له میدانه بهر شول افغانستان دا ځل هم یوازې ۱۳۵ منډې وکړای شوې.
په توپوهنه کې د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ په لومړۍ پاڼې کې له ۳۱ منډو وروسته دویمه پاڼۍ کې هم ۷۴ منډې وکړې، خو کوم بل لوبغاړي ورسره پر وېکټه ملګرتیا ونکړه.
زمبابوې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۲۵۰ منډې کړې، په دویمه پاڼۍ کې یې د بریا لپاره یوازې ۱۷ منډې پکار وې، چې د کومې وېکټې له لوېدو پرته یې پوره کړې او لوبه یې په لس وېکټو وګټله.
په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره حمزه هوتک ښه وځلېد او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د زمبابوې شپږ لوبغاړي وسوځول.
د زمبابوې کپتان شان ویلیمز په لومړۍ پاڼې کې د خپلو ۱۰۵ منډو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي تر لوبې وروسته وویل، خوښ دی چې تېزو توپ اچوونکو یې پر سخته وېکټه ښه بالنګ وکړ.
افغان لوبډله کې نوې او ځوانې ځوانې څېرې

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان په دې سیالۍ کې دریو نویو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړی دی.
لومړی ځل دی چې د پیل توپوهونکي عبدالمالک، مېډل ارډر توپوهونکي منیر احمد او سوکه توپ اچونکي عبدالواسع د افغانستان لپاره ټسټ لوبه کوي.
عبدالواسع دې لوبه کې د راشد خان پر ځای اخیستل شوی چې د لاس ګوتې د ټپ له کبله له لومړۍ ټسټ لوبې بهر پاتې دی.
دې لوبه کې د افغانستان له اړخه د اصغر افغان په مشرۍ یوولس کسیزه لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، منیر احمد، ظاهر خان، یامین احمدزی، امیر حمزه او عبدالواسع ولوبېدل.
زمبابوې هم افغانستان سره د سیاليو لپاره خپله لوبډله کې ځینې بدلونونه راوستي وو.
د ټېسټ او شل اوریزو لوبلړۍ

د عکس سرچینه، Acb
افغانستان او زمبابوې په روانه لوبلړۍ کې دوه ټسټ او درې شل اوریزې لوبې کوي.
د دې لوبلړۍ دویمه ټسټ لوبې د روانې مارچ میاشتې پر لسمه پیلېږي.
دا به لومړی ځل وي چې افغانستان له کوم هېواد سره له یوې ډېرې ټسټ لوبې کوي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درې شل اوریزې لوبې د مارچ میاشتې ۱۷مې، ۱۹مې او شلمې ته پلان شوې دي.
دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ او د افغانستان د ملي لوبډلې پنځمه رسمي ټسټ لوبه وه. د افغانستان ملي لوبډلې په تېرو څلورو ټسټ لوبو کې دوه ګټلې او دوه بایللې وې.









