ټسټ لوبه: افغانستان بنګله دیش ته ۳۹۸ منډو هدف وټاکه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د ټسټ لوبې پر څلورمه ورځ افغان لوبغاړو کوربه هېواد ته ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.
پرون شنبه د لوبې پر پر درېيمه ورځ افغان لوبغاړو ۲۳۷ منډې کړې وې او د ورځې تر پايه يې اته لوبغاړي سوځېدلې وو.
نن یکشنبه سهار افسر ځاځي او یامین احمدزي یو ځل بیا د افغانستان لپاره لوبه پیل کړه، خو افغانستان یوازې ۲۳ نورې منډې وکړای شوې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. په دې حساب افغانستان بنګله دېش ته د بریا لپاره د ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.
د کوربه هېواد د دویمه پاڼۍ پیل ښه نه و او یو مهال یې په ۸۲ منډو ۴ وېکټې له لاسه ورکړې. راشد خان یو ځل بیا ښه وځلېد او د بنګله دېش مهم لوبغاړي یې وسوځول.
د دویمې ورځې د لوبې تر پایه کوربه هېواد ۱۳۶ منډې کړي وې او ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو. د افغانستان لپاره راشد خان تر اوسه ۳، ظاهر خان ۲، او محمد نبي یو لوبغاړی سوځولی.
د بنګله دېش شکېب الحسن په ۳۹ منډو او سومایا سرکا په صفر پر وېکټه ولاړ دي او سبا به دویمې پاڼۍ ته دوام ورکوي.
سبا دوشنبه د لوبې پنځمه او وروستۍ ورځ ده. افغانستان د بریا لپاره شپږ وېکټو ته اړتیا لري او بنګله دېش لوبې ګټلو لپاره باید په پاتې څلورو وېکټو ۲۶۲ نورې منډې هم وکړي.
د پېچ وضعیت او تر دې دمه شوې لوبې ته په کتو سره ویلو شو چې افغانستان برلاسی دی او د ګټلو چانس یې ډېر دی. خو د بنګله دېش پیاوړی لوبغاړی شکېب الحسن لا هم پر وېکټه ولاړ دی او افغان لوبډلې ته سرخوږی جوړولی شي.









